اروپاېې قدرتونو نن داېران نه وغوښتل چه خپل دجنجال نه ډک اتومی پروگرام په باب دې ټول لازم معلومات داتومی انرژئ دنړېوالې ادارې مامورانو ته ورحوله کړی.
دا غوښتنه د اېران نه نن المان، فرانسی او انگلستان په شرېکه وکړه. دری واړه هېوادونه لگېا دي دا کوښښ کوی چه د انکار په صورت کی په اېران باندی د نورو بندېزونو د لگولو په منظور کار کوی.
اروپاېې اتحاد او امرېکا د اېران نه غواړی چه په اتومی بټېو کې باېد د ېورانېمو دغنی کولو کار نور بند کړی.
د ېورانېمو غنی مول د اتومی د تېارولو لومړئ مرحله بلل کېږی او په روانه هفته کی د اتومی انرژئ دادارې رېس محمد البراعدې هم اعلان وکړ چه اېران باېد حتما د هغه په قول دخپل اتومی پروگرام په باب پوره معلومات برابر کړی. او دا معلومات دې هم ورکړی چه پخوا ېې د ېورانېمو د غنی کولو لپاره څومره کار کړی ؤ.
په عېن وخت کی د اروپاېې اتحاد د خارجی اړېکو د څانگی رېس هاور سولانا واېې چه دې به زر تهران ته سفر وکړی او د اېران حکومت ته به د مرستو تفصېلات ورکړی چه غربېان غواړی د ېورانېمو د غنی کولو نه د تېرېدلو په شرط ېې ورسره وکړی.
مگر سولانا ووېل چه څوک باېد دده د سفر نه د کومی معجزی توقع ونه لری. هغه زېاته کړه په هر صورت چه وی، اېران سره خبری ډېرې مهمی دی.