د لاس رسي وړ اتصالات

کابل - د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر نن داکتر سپنتا سره ولیدل


د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر، راډوسلو سیکورسکي، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د باندینیو چارو له وزیر، رنګین دادفر سپنتا سره په کابل کې ولیدل.

د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل چې هیواد یې هوډ لري، تر څو د غزني ولایت امنیتي چاری په غاړه واخلي.

هغه وویل پولینډ به افغانستان ته د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو لیکو ته څلور سوه اضافي سرتیري هم واستوي او په غزني کې به یې میشت کړي.

پولینډ دا مهال د ایساف په ځواکونو کې نیږدی دولس سوه سرتیري لري چې ډیری یې په پکتیکا ولایت کې په نظامي ماموریت کی اخته دي.

دا ډول پدی خبري کنفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، رنګین دادفر سپنتا، وویل چې پولینډ ورسره د کرهڼې او د اوبو لګولو په سیستم کې د مرستې ژمنه هم کړی.

هغه وویل پولینډ د ملکی پولیسو او په تیره بیا د سرحدي نیمه نظامي پولیسو په روزنه کې به هم مرستې وکړي.

سپنتا دا هم وویل چې پولینډ د غزني ښار د فرهنګي میراثونو په بیا جوړولو کې به رغنده ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG