د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک - د یو  ځان مرگي چاودنې له امله یو تنکې ځوان وژل شوی دی


افغان پولیس وایې نن چهارشنبې په سپین بولدک کې د ناټو پر کاروان د یو ځان مرگي موټر بمي چاودنې له امله لږترلږه یو تنکې ځوان وژل شوی دی.

په همدې وخت په خوست ولایت کې د یوی دولتي ودانۍ خواته بل ځان وژونکي د موټر بمي برید کړی او شا و خوا شل تنه یې ټپیان کړي دي. ددی چاودنو مسولیت تر اوسه چا ندی اخستې.

بل پلو، پولیس وایې د پاکستان کوټې ښار کې سهواً د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي دي.

پولیس وایې یو دوکاندار په ماشومانو باندې د هاوان درې خولې پلورلي وی، یوه پوچه مرمۍ چې یو هلک په کور کې ساتلې وه، وروسته چوي او دغه پیښه رامنځ ته کوي.

پولیس وایې د زړو اوسپنو د کارو بار د یو تن ځوی همدغه کار کوو او نن یې په خلته کې زړې او سپنې چې یوه پکې د هاوان مرمۍ وه کورته راوړی او د خالی کولو پر مهال د هاوان مرمۍ پرې وچاودیده.

وروسته معلومه شوه چې د یوی نجلې په شمول پنځه ماشومان په پیښه کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په بل خبر کې پاکستاني چارواکي وایې نن په کوهاټ کې د موزیک په یو دوکان کې د بمي چاودنې له امله لږ ترلږه درې کسان ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG