د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د دېموکرات گوند په انتخابى سېالۍ کې د خپل برېالېتوب ادعا کوي


سناتور براک اوباما، د سه شنبى په ورځ د دېموکرات گوند په ابتداېې انتخاباتو کې د جمهورى رېاست د کاندېدۍ د گټلو ادعا وکړه.

ددېموکرات گوند له خوانه به د جمهورى رېاست د کاندېدۍ د نومولو جرگه گۍ په اگست کې غونډه کوى او سناتور براک اوباما د معتبرو غړېو د ملاتړ او راېې په گټلو کې تر خپلې سېالى سناتورې هېلرى کلنټن مخکى دى.

د ابتداېې انتخاباتو د مبارزې وخت په مونتانا او جنوبى دېکوټا کې دانتخاباتو دپاې ته رسېدو سره نور خلاص سو. حتى مخکى تردى چې د مونتانا انتخابات پاېته ورسېږى، سناتور براک اوباما د دېموکرات گوند د معتبرو غړېو څرگند اکثرېت گټلى و.

ددېموکرات گوند د نومولو په جرگه گۍ کې د گوند معتبرو غړېو په اکثرېت باندى چې د چا خواته ولاړ دى فېصله کېږي.

په دې نېژدى وخت کې د گوند هغه معتبر غړى چې تر اوسه ېې لا چاته راېه نده ورکړې زېات شمېرېې د گوند د عالېرتبه چارواکېو او انتخاب سوو مشرانو په شمول د سناتو ر اوباما په صف کې ودرېدل.

سناتور اوباما د مېنى سوتا په اېالت کې خپلو ملاتړو ته داسى ووېل: "نن شپه موږ د خپل ېوه تارېخى سفر پاې گڼو او د بل تارېخى سفرنوى پړاو پېل کوو. هغه سفر چې د امرېکا لپاره به ېوه ښه اوغوره ورځ راولى. ستاسو د ملاتړ په سبب زه نن دلته ولاړ ېم او واېم چې زه به ددېموکرات گوند له خوا نه د امرېکا د متحده اېالاتو د جمهورى رېاست لپاره کاندېد ېم."

سناتور اوباما ۴٦ کلن دى او داېې په سنا کې اوله دوره ده. دى به اولنى افرېقاېى الاصله امرېکا ېې وى چې کېدى شى د امرېکا د جمهورى رېاست لپاره دېوه مهم گوند له خوانه کاندېد شى. هغه د نېوېارک د سناتورې هېلرى کلنټن په مقابل کې له ستونزو نه ډکه انتخابى مبارزه وکړله.

په دغه مبارزه کې هغه له پنځوسو نه په زېاتو ابتداېې انتخابى مبارزو کې چې د امرېکا په مختلفو اېالتونو کې وشوې برخه واخېستله.

سناتورې هېلرى کلنټن په نېوېارک کې خپلو پلوېانو ته دو ېنا په حال کې خپله ماتې ونه منله او داسى ېې ووېل: "اوس دا پوښتنه را پېدا کېږى چې له دې ځاى نه چېرته ولاړشو؟ ددې خبرى په نظر کې نېولو سره چې موږ دلته څنگه راورسېدلو او دېو گوند په حېث له دې ځا ې نه چېرته خپل سفر پېل کړو. دا داسى پوښتنه ده چې زه ېې ځواب ډېر ساده او کم اهمېته نه گڼم. دا ډېره اوږده انتخاباتى مبارزه وه او زه به نن شپه خپله فېصله ونه کړم."

سناتورې هېلرى کلنټن ووېل چې دا به له خپلو پلوېانو او د گوند له چارواکېو سره له خپلې فېصلى نه مخکى سلا مشورې وکړى. " د انتخاباتو په وخت کې د سناتور اوباما او هېلرى کلنټن ترمنځ سختى زېږې اوسپوره خبرى تبادله سوې وې خو سناتورې هېلرى کلنټن ووېل چې دا ددې لپاره د وېاړ ځاى دى چې له سناتور براک اوباما سره ېې انتخابى مقابله وکړه او خپل دوست ېې وباله.

سناتور اوباما هم د سناتورې هېلرى کلنټن ستاېنه وکړه او داسى ېې ووېل: "کله چې موږ دخپلې اېنرژى پالېسى بدله کړو او خپل ماشومان له فقرنه وساتو؛ نوددې سبب به داوى چې دا مرسته اوهڅه هغې وکړه چې دا کار وشى. د هغې شتون زموږ د گوند او زموږ د هېواد لپاره ېوه سرماېه ده. اوزه ېو غوره کاندېد ېم ځکه چې ماد هېلرى روډم کنلټن سره د انتخابى مبارزې د پر مخ بېولو وېاړ تر لاسه کړ."

رپوټ وايي په ابتداېې انتخاباتوکې دغودواړ کاندېدانو د ېادونى وړ انتخاباتى مبارزه وکړه. دواړو کاندېدانو د انتخاباتو تر اخره پورې کامېابۍ گټلى.

د ماېکل بومن رپوټ وايي چې د سناتورې کلنټن پلوېانو د هغې له قوله ووېل چې هغې د سناتور اوباما د مرستېالى په توگه د کار کولو لپاره لاره خلاصه پرېښى ده.

که څه هم ددېموکرات گوند مشرانو د سه شنبى په ورځ د اوباما د ملاتړ کولو لپاره چټک گامونه پورته کړل خو هغو کسانو چې پخواېې د هېلرى کلنټن ملاتړ کړى و خبرېالانو ته ووېل چې دوى په دې عقېده دى چې پکار ده سناتور اوباما د خپل احتمالى جمهورى رېاست د مرستېال په توگه سناتوره هېلرى کلنټن غوره کړى ځکه چې دا د گوند دېووالى لپاره ډېر غوره کاردى.

رپوټ وايي چې اوباما او کلنټن د چارشنبى په ورځ دوخته په ټېلېفون دوخته خبرى وکړى خو په خاصو شېانو باندى ېې بحث ونکړ.

د سناتور اوباما نطاق رابرټ گبز په سى بې اېس تلوېزېون کې ووېل چې د جمهورى رېاست د مرستېال د نومولو په برخه کې اوس خبرى کول له وخت نه مخکى ښکارى.

رابرټ گبز په دې برخه کې داسى ووېل: "موږ ېو څو ساعته مخکى د گوند د عالېرتبه غړېو هغه شمېر پوره کړ چې دنومولو کېدلو لپاره ټاکل شوېدى.

دا څرگنده خبره ده چې د جمهورى رېاست د مرستېال د نومول کېدلو بهېر نن اوپه راتلونکېو ورځو کې په ډېر جدي ډول پېل شى. دا هم څرگنده خبره ده چې موږ به په دغه مسله باندى په زښت ډېر جدى ډول غور وکړو."

ښاغلى گبز زېاته کړه چې دا هم څرگنده خبره ده چې دېموکراتان به ددى لپاره چې ملى انتخابات وگټى سره ېوځاى شى. د جمهورى گوند له خوانه د جمهورى رېاست احتمالى کاندېد د ارېزونا سناتور جان مکېن د سه شنبى په ورځ په لووېزېانا کې خپلو پلوېانو ته ووېل چې اوباما د بدلون راوستلو په نظرېه باندى خپله انتخاباتى مبارزه چلوله.

هغه ووېل چې امرېکا ېان د ډېر بدلون له لاسه تنگ او پرېشانه دى. په دې بدلونو کې د خوراکى موادو لوړ نرخونه، بى وظېفى کېدل او د سون دموادو جگ نرخونه شامل دى.

سناتور مکېن په دې برخه کې ووېل: "دا ېقېنا بل شاته انتخابات دى. دا پروا نه لرى چې دا انتخابات به څوک وگټى خو د دې هېواد تگ لورى به په ناڅاپې ډول بدل شى. خو ستاسى په مخکى د سم بدلون او تحول او د ناسم بدلون او تحول انتخاب اوغوره کونگ په مخکى پروت دى.

تاسى به ددې دوه لارو په منځ کې ېوه انتخابوى خوښه مو چې پر مخ زى او که بېرته په شا تگ کوئ."

سناتور مکېن وعده وکړه چې که دى انتخاب شونوپه حکومت کې به ډېر پراخه اوهر اړخېزبدلونونه به راولى.

XS
SM
MD
LG