د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دېش مقاماتو د تېری هفتی په دوران کی تقرېبا لس زره خلک نېولی دي


د بنگله دېش حکومتی مقاماتو د تېری هفتی په دوران کی تقرېبا لس زره خلک په دې تور نېولی دي چه د حکومت په وېنا په ېو لړ جرمونو کی ېې لاس لره.

پولېس واېې چه د جرمونو په خلاف د حکومت دا مبارزه د مئ په اته وېشتمه شروع شوی وه، چه زېاتره پکی قاچاقبران او هغه خلک نېول کېږی چه ېا په غېر قانونی توگه وسلی ساتی او ېا دا چه په اصطلاح په ورانکارئ کی لاس لری.

حکومت د سېاسی گوندونو دا الزام رد کړی دی چه واېې په دی مبارزه کی اکثره د سېاسی تنظېمونو طرفداران نېول کېږی.

د ډاکی د پوهنتون ېو استاذ واېې چه حکومت د خلکو په نېولو وروسته د هغی شروع وکړه چه تېره هفته دسېاسی گوندونو مشرانو په راتلونکو انتخاباتو کی دگډون کولو نه انکار وکړ.

دا انتخابات د بنگله دېش د انتقالی حکومت له خوا کېږی چه پوځ ېې ملاتړ کوی. مگر د پولېسو استدلال دا دی چه غواړی د ډېسمبر په مېاشت کی د عمومی انتخاباتو نه مخکی امنېت په هېواد کی ښه کړی.

بل پلو، د بنگله دېش پخوانئ صدر اعظمه مېرمن خالده ضېا نن د رشوت خورئ په تور ېوې محکمی ته حاضر شوه.

خالد ضېا خبرېالانو ته ووېل چه ځکه نن محکمې ته راوستل شو چه په راتلونکو انتخاباتو کی یې د گډون نه انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG