د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: د موټر بم په ېوه چاودنه کی دولس کسان ووژل شول


د عراق پولېس واېې چه نن په بغداد کی د موټر بم په ېوه چاودنه کی چه اصل هدف ېې د پولېسو ېو قوماندان ؤ، دولس کسان ووژل شول او پنځوس نور ېې زخمېان شول.

له بلی خوا په عراق کی د امرېکا پوځ نن اعلان وکړ چه دری کسه امرېکاېې عسکر دعراق په شمال کی د ټوپکو په جنگ کی وژل شوی دی.

د پوځ ېوه اعلامېه واېې چه دا عسکر په کرکوک کی ووژل شو. خو پوځ په دی باب نور تفصېلات ورنه کړل.

د امرېکا پوځ واېې چه په بغداد کې ېې د پوځی عملېاتو په دوران کی د شک لاندی د القاعدی نهه سړي نېولی دي، چه په ېوه باندی ېې دا شک کېږی چه بمونه ېې جوړول او وسلی ېې په چرېکانو باندی تقسېمولی چه د پوځ په وېنا اوس به ېې فعالېت شنډ شی.

XS
SM
MD
LG