د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان - د ناتو نوی قوماندان د پاکستاني یاغیانو له خوا اندیښنه لری


په افغانستان کی د ناتو د قواو نوی قوماندان وایی چی دی له دې کبله اندیښمن دی چی افغانستان ته د پاکستان د قبایلي سیمو نه تشدد او جنگ جگړې سرایت کوی.

جنرال ډېویډ میک کرنان نن په ورځ په کابل کی خبریالانو ته وویل چی دی غواړی افغانستان ته د یاغیانو د بهیر مخه ونیسی او دی دا هیله هم لری چی د خپلو پاکستاني انډیوالانو سره نژدې اړیکي پیاوړي کړی.

د امریکا نورو چارواکو هم د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کی د امنیت په باب اندیښنه ښوولې ده.

هغوی وایی چی د طالبانو د طرفدارانو او د القاعدې د مربوطو یاغیانو سره د پاکستان د حکومت د سولي موافقو دغو یاغیانو ته زیاته موقع برابره کړې ده چی په افغانستان کی عملیات وکړی.

له بلي خوا افغان مامورینو ویلي دي چی ائتلافي قواو د افغانستان په جنوب کی په یاغي طالبانو باندي په حملو کی د هغوي نهه تنه وژلي دي.

د زابل د ولایت د پولیسو یوه لوړ رتبه مامور فرید الله خان وویل چی یاغیانو نن د امریکا او افغان د قواو د موټرو په یوه کتار باندی حمله وکړه چی له دې کبله جگړه ونښته.

هغه وویل چی په یوه بله حمله کی چی کوم ځان مرگه په یوې گزمې باندی وکړه دوه ملکي خلک مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG