د لاس رسي وړ اتصالات

د سپټامبر د یوولسمي د حملو طراح وایی چی دی ځانته د مرگ سزا غواړی


د ٢٠٠١ کال د سیپامبر د یولسمي د تروریستي حملو طراح، خالد شیخ محمد د گوانتانامو په زندان کی نظامي محکمې ته ویلي دي چی دی ځان ته د مرگ سزا غواړی.

هغه نن د پنجشنبې په ورځ د څلورو نورو تورنو کسانو سره محکمې ته حاضر سوی دی چی د هغو حملو د تورونو جواب ووایی چی ورباندي لگیدلي دي او په کی تقریبا درې زره خلک ووژل سول.

که په دوي باندی دا تورونه ثابت سی نو د مرگ سزا به ورکړه سی. دغه تورن کسان څو کاله کیږی چی بندیان دي.

په دوی باندی په لگیدلو تورونو کی قتلونه، دسیسې او تروریستي اعمال شامل دي. دا اول ځل دی چی دغه تورن کسان په عام محضر کی خلک کتلای سی خبریالانو، مدافع وکیلانو او د بشري حقوقو فعالینو ته اجازه ورکړه سوې چی د محاکمې جریان وگوری، مگر څوک به دا جریان نه سی ثبتولای.

XS
SM
MD
LG