د لاس رسي وړ اتصالات

کابل - د ګوزن ناروغۍ د بېخي له منځه وړلو په خاطر نوی تړون


نن په کابل کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو دماشومانو د اداری یا یونیسف ترمنځ د ګوزن یا پولیو ناروغۍ د بېخي له منځه وړلو په خاطر د څلور اعشاریه دري دیرش ملیونو ډالرو په ارزښت د مرستو قرار داد لاسلیک شو.

ددی تړون له مخې به په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسیناسیون پروګرام پرمخ یو وړل شي.

د عامې روغتیا وزیر سید محمد امین فاطمي په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت له نړیوالو مرستندویو هیوادونو د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د مبارزی لپاره ۲۵ ملیونه ډالره مرسته غوښتې چی په لومړي وار د جاپان حکومت ددغې مرستې لپاره اماده گي خودلې.

ښاغلي فاطمي وویل چې د روان عیسوي کال له پیله تر اوسه د ګوزڼ ۷ مثبتې پیښې په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې لیدل شوي. افغانستان تر نایجریا، هند او پاکستان وروسته د نړۍ څلورم هیواد دی چې د ګوزڼ یا پولیوپه ناروغۍ اخته دی.

XS
SM
MD
LG