د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور ریس حامد کرزي سره، د آلمان د شپیگل مجلې مرکه


جمهور ریس کرزي د دغی مسلې او نورو مربوطو مسایلو په باب د شپیگل له مجلې سره خبری کړي دي، او موږ یې غټ ټکی تاسی ته در اوروو.

د شپیگل د مجلې خبریال د جمهور ریس کرزي څخه پوښتنه وکړه چی په افغانستان کی د بین المللی ټولنی د ناکامی په باب ډېری زیاتی لیکنی کېږی.

مگر داسی ښکاری چی د افغانستان په جنوب او ختیځ کی خلک ستاسی د حکومت د اداری فساد څخه تر پزی رسېدلي دي او په لوی لاس یې د یاغیانو ملگرتوب ته ملا تړلې ده . اوس سړی ویلای سی چی طالبان دا دی بیا په زور کی کېږی.

ایا دا خبره به سمه نه وي چی که ووایو چی ډېر افغانان ځکه له طالبانو سره ملگري کېږی چی وایی هغوی فاسد نه دي.

جمهور ریس کرزي: زه دا خبره نه منم او دا بالکل غلطه ده.

شپیگل مجلې: ځینی افغانان وایی چی جمهور ریس پخپله په کابل او ولایاتو کی عالی رتبه مقامات مقرروی او په دې شخصی فیصلو سره یاغیان غښتلي کوی.

کرزي: په افغانستان کی حکومت ډېر زیات بهتر سوی دی. په شپږو کالو کی د لومړي ځل لپاره افغانستان شفافه بودجه درلودلې ده، نور د پروژو د پاره پټی پیسې نسته. مخکی چی به د والیانو څه زړه غوښتل هغه یې کول. اوس د هر څه حساب و کتاب موجود دی او هغه پخواني والیان چی فاسد او په جنایاتو تورن وه د بادغیس د والي په څېر په بندیخانه کی ناست دي. البته هیواد نور وخت ته ضرورت لری مگر په جنوب او ختیځ کی زموږ ستونزي د بدی ادارې د لاسه نه دي.

شپیگل مجلې: نو بیا په هغه سیمه کی د مشکلاتو علت څه دی.

کرزي: د خارج له خوا ډېری زیاتی مداخلې کېږی. جنوب هر وخت د طالبانو د فعالیتونو مرکز دی او دوی له هغه سیمی څخه راځی. او دغه راز د مجاهدینو ترمنځ په لس هاو کلونه جنگونه سوي دي. دا پخپله بل عامل دی.

شپیگل مجلې: داسی گومان کېږی چی ستاسی ځینی تر ټولو نیژدې متحدینو د خلکو څخه مځکی په زور لاندي کړي دی او د مخدره موادو په قاچاق کی لاس لری او په غیر قانونی ملېشو کی شامل دي. په دې کسانو کی والیان او د پولیسو صاحب منصبان شامل دي.

ستاسی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په د ېتازه شپو ورځو کی د څو تنو نومونه واخیستل او په هغو کی د ننگرهار دوالي نوم وو. تاسی ولي ددغو کسانو پرده کوی؟

کرزي: زه د هیچا پرده نه کوم. موږ کوښښ کوو چی افغانستان اداره کړو او دې هیواد ته سوله او ثبات راولو. زه پوهېږم چی د پولیسو سره ستونزی سته. بین المللی ټولنی له دوو کالو سختو بحثونو څخه وروسته بالاخره موافقه وکړه چی پولیس پخپله یوه ستونزه ده او د کال ٢٠٠٧ په نیمایی کی یې زموږ سره کار پیل کړ.د مثال په توگه د سړکونو پرسر د تلاښیو پوستې د شورویا نود یرغل په وخت کی جوړی سوي وې او کله چی په هیواد کی قانون له منځه ولاړ نو هر محلی قوماندان د پیسو د ټولولو د پاره خپله پوسته جوړه کړه.

شپیگل مجله: د طالبانو په زمانه کی پوستې د سره نه وې.

کرزی: دا د طالبانو د ادارې تر ټولو ښه اړخ وو. دوی ډېر بد کارونه وکړل مگر یو څو ښه کارونه یې هم وکړل.

کاشکی طالبان زما عسکر وای. کاشکی دوی زما خدمت کولای او د پاکستان او نورو خدمت یې نه کولای.

کله چی موږ بیرته افغانستان ته راغلو بین المللی ټولنی ټول هغه کسان ورسره راوستل چی له طالبانو څخه بېل سوي وه.

شپیگل مجله: ستاسی مطلب خو به هغه وحشی قوماندانان نه وي چی په داخلی جنگ کی یې برخه درلوده.

کرزي: هر چا چی د خارجی متحدو قوتونو ملگري وکړه او تر اوسه پوری د خپل دغه ملاتړ له امله تنخوا ورکوله کېږی. دا زما دپاره اسانه خبره نه ده چی د افغانستان حکومت بیرته پر پښو ودروم.

شپیگل مجله: ایا تاسی فکر کوی چی په افغانستان کی د ثبات د ټینگولو دپاره د پردې ترشا معاملو ته اړتیا ده.

کرزي: بالکل ضرورت دی. ځکه چی موږ د ستونزو د حلولو دپاره نوري لاري نه لرو. موږ څه غواړو؟ جنگ؟ زه به یو مثال درکړم. موږ غوښتل چی یو ډېر خطر ناک جنگ سالار ونیسو، مگر موږ ځکه هغه نه سو نیولای چی یو ټاکلی هیواد یې ساتنه کوی. موږ خبر سولو چی هغه ته د میاشتی دېرش زره ډالره د دې داپره ورکول کېږی چی د متحدینو ملاتړ ته ودام ورکړی. دوی حتی د ده دعسکرو څخه د محافظینو کار اخلی.

شپیگل مجلې: په حکومت کی په یوه لیست کی د ځینو مشهورو کسانو نومونه د مخدره موادو په قاچاقبرانو کی اخیستل کېږی. ځینی ستاسی سلاکاران دي او ویل کېږی چی ځینی خو د کابینې وزیران دی. مگر موږ ونه لیدل چی یکی یو مهم سړی دي محاکمه سوی وي.

کرزي: دا لیست یوه افسانه ده .ما هیڅ وخت داسی لیست نه دی لیدلی. ما له بین المللی ټولنی څخه غوښتی دی چی دغه لیست ماته راکړي مگر دا لیست ماته هیڅ وخت نه دی راکړه سوی.

شپیگل مجله: وروسته پوښتنه وکړه چی د هغه وخته راهیسی چی تاسی جمهور ریس سوي یاست ستاسی کورنی په کارو بار کی او سیاست کی ډېره بریالی برخه اخیستې ده.

ستاسی یو ورور محمود کرزی په کار و بار کی ډېره برخه لری او دوه نور وروڼه مو قیوم کرزی او احمد ولی کرزی د هیواد په جنوب کی په سیاست کی فعاله ونډه لری.

ډېر کسان وایی چی د دوی له خوښی پر ته هیڅ فیصله کېدلای نه سی. دا خبری ریشتیا دي؟

کرزي: دا ټول چټیات دي. پر احمد ولي باندی دا تور لگول سوی وو چی د مخدره موداو په قاچاق کی لاس لری. ما په دغه باره کی بشپړ تحقیقات وکړل مگر یوه خبره ریشتیا نه وه. محمود ډېر کلونه په متحده ایالاتو کی د کارولار خاوند وو او امریکایی پاسپورټ لری. هغه په افغانستان کی کی هم په کاروبار کی ډېر بریالی دی او دا چی هغه اوس د یوې فابریکی ریس دی دا نو څه بده خبره ده.

شپیگل مجله: د افغانستان جنوب د مخدره موادو د قاچاق یو لوی مرکز دی. دا څرنگه کېدلای سی چی احمد ولی په دونه زیات سیاسی نفوذ نه په څه خبروی او نه څه وکړای سی.

کرزي: بلې دا خبره ممکنه ده. زموږ کورنۍ دا درې سوه کاله کېږی چی په جنوب کی یوه بانفوذه کورنی ده، زه د افغانستان جمهور ریس یم مگر زه په دې هیڅ نه یم خبر چی څوک په هغه سیمه کی د مخدره موادو په کاروبار کی لاس لری.

جمهور ریس کرزي د مرکې په پای کی وویل هغه هیڅ وخت نه دي ویلي چی د افغانستان تر ټولو ښه جمهور ریس دی مگر دی هیله لری چی دا هیواد بهتر ښه کسان پیدا کړی.

XS
SM
MD
LG