د لاس رسي وړ اتصالات

د بارک اوباما کاندیدېدل د امریکا سیاسي څېره 'بدله کړه'


د بارک اوباما کاندیدېدل د امریکا سیاسي څېره بدله کړه د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د ډموکراټ گوند لخوا د بارک اوباما کاندیدېدل له اروپا څخه نیولې تر مینځني خیتځ، کېنیا او انډونیزیا پورې په هر ځای کې د خلکو پام ځان ته را واړا و.

۴٦ کلن اوباما د سه شنبې په ورځ خپلې سیالې هلري کلنټن ته ماتې ورکړه. سیاست پوهان وايي د بارک اوباما کاندیدېدل د امریکا سیاسي څېره بدله کړه.

اوباما: "‎دا هغه صحنه وه چې مونږ جگړه ختم کړه، خپل ملت مو و ژغورلو او د ځمکې په مخ مو د ورستي او د تر ټولو غورې هیلې نوم بېرته و گاټو."

که اوباما بیخې جمهور رئیس جوړ هم نه شي د لومړي تورپوستي امریکايي په حیث یواځي په انتخاباتو کې د هغه گډون د نړیوالو پام ځان ته را اړه ولی.

په واشنگټن کې د ستراتیجیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د اروپايي پروگرام مشر ریجینالډ ډېل وايي: "‎د امریکا د جمهوري ریاست سږکلني انتخاباتو ټوله اروپا حق حیرانه پاتې کړې ده. بل تر هر وخت یې دغه انتخابات ډېر له نږدې څارلي دي. سړی ویلای شي په ټوله اروپا کې د اوباما مینه خپریږي."‎

په فرانسوي ټیلویزیون کې څېړونکو په دې خبرې کولې چې ایا اوباما ته په کار ده چې هیلري کلنټن د خپلې مرستیالې په حیث و مني.ډېل وايي اروپایانو ته دا ډېره په زړه پورې ده چې یوه ښځینه او یو افریقاي الصله امریکايي د امریکا د جمهوري ریاست د ور رسېدو په هلو ځلو کې دي.

ډېل وایی: "‎د اروپا خلک مخ ته گوري. او دې کار د امریکا په هکله د ډېرو نظر یو څه بېرته ښه کړی دی.‏"‎

د نړۍ په بل گوټ کې په انډونیزیا کې هم ځېنو خلکو د اوباما په ملاتړ خبرې کولې چې په دغه هیواد کې یې په ماشومتوب کې څو کاله تېر کړي و.

د جکارتا یوه اوسېدونکي و ویل چې د جمهور رئیس په توگه به اوباما په نړۍ کې د پوځي مداخلو په ځای ډپلوماسۍ ته ترجېح ورکړي.

جکارتا اوسېدونکی: "‎اوباما سم سړی دی، له هغه سره به په امریکا کې د بدلون فضا رامینځته شي، په تېره بیا په عراق کې د امریکايي مداخلې په هکله اوباما باید دغه رنگه شیان د وخت په را رسېدو کم کړي. زه هیله لرم اوباما به په مینځني ختیځ کې سوله راولي‏."‎

خو د دې کار تر سره کولو لپاره اوباما باید د جگړې یوه اتل جان مکېن ته ماتې ورکړي. جمهوري غوښتونکی کاندید میکن وايي د اوباما هغه پلان چې له عراق څخه پوځونه را و باسي به د تسلیمېدو مانا ولري په کینیا کې چېري چې د اوباما پلان زیږېدلی و، د ایلانای سناتو د هرچا خوښ دی.

د هغه تره سعید اوباما هغو خلکو ته چې د ده د وراره په صلاحیتونو شک لري دا پیغام لري: "‎زه باور لرم بارک د یوه ښه جمهور رئیس ټول صفتونه لري، او فکر کوم هغه به نور هم بهتر شي، یواځي موقع ورکړۍ، هغه به خپل کار ترسره ورسوي."‎

اوباما به خپل کار ترسره و رسوي که نه دا په نومبر کې په رایې اچونکو پورې اړه لري. خو په بهر کې ځیني څېړونکي وايي د امریکا جمهوري ریاست ته د یوه تورپوستي نومېدل چې په افریقا کې یې خپلوان دي او په اسیا کې یې دوستان دي، به د نړۍ نظر د امریکا په هکله بدل کړي او د امریکا نظر به د نړۍ په هکله بدل کړي.

XS
SM
MD
LG