د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو اسلام اباد ته نژدې یو بم شنډ کړی دی


پاکستاني چارواکي وایی چی دوی ډیر زیات چاودونکي مواد پیدا کړي او درې تنه یې چی غوښتل یې اسلام آباد ته نژدې ځان مرگي حملې وکړی ، نیولي دي .

د پولیسو یوه لوړ رتبه مامور وویل چی چارواکو پرون د پنجشنبې په ورځ د راولپنډي په ښار کی د پوځ په مرکزي دفتر کی لږ تر لږه ٥٠٠ کیلو گرامه چاودونکي مواد په درو موټرو کی پیدا کړی دي . هغه وویل چی پولیسو څو تنه ونیول چی په هغو کی دغه درې تنه چی گمان کیږی ځان وژونکي به وي هم شامل دي .

دا مواد او سړي په داسی حال کی نیول کیږي چی څو ورځی مخکي یوه ځان مرگه بم چونکي په پاکستان کی د ډنمارک په سفارت باندی په حمله کی شپږ کسان ووژل . د القاعدې یوې ډلي ادعا کړې چی دا حمله یې کړې ده . د بم په دې چاودنه کی څه د پاسه ٢٥ تنه زخمي سوي هم دي .

XS
SM
MD
LG