د لاس رسي وړ اتصالات

په سریلانکا کی د بم په چاودنه کی ٢١ تنه وژل سوي دي


د سریلانکا چارواکي وایی چی پایتخت کولمبو ته نژدې د سپرلیو یو بس موټر د بم په چاودنه کی ټوټې ټوټې سو ، ٢١ تنه په کی مړه او څه د پاسه پنځوس تنه زخمي سوي دي .

د هغه هیواد ددفاع د وزارت مامورین وایی چی د سړک په غاړه د بم دا چاودنه نن د جمعې په ورځ یوه بودیست معبد ته نژدې وسوه . د اردو یوه نطاق امریکا غږ ته وویل چی مامورینو دپېښي ځای ته نژدې یو بل بم هم پیدا کړ او هغه یې شنډ کړ .

په دې باب چی دا حمله چا کړې سمدستي چا څه نه دي ویلي ، مگر مامورین ملامتي په تامیل یاغیانو باندی اچوی . څو ساعته وروسته له دې پېښي چارواکو وویل چی د سریلانکا په مرکزي برخه کی یوه بل بس موټر ته هم د بم چاودنه وسوه چی لږ تر لږه شپږ تنه یې زخمي کړل .

XS
SM
MD
LG