د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی ائتلافي قواو ٣٢ یاغیان وژلي دي


افغان چارواکي وایی چی د امریکا په مشري د ائتلافي قواو په یوه هوایی حمله کی چی د افغانستان په جنوب ختیځ کی د پکتیکا په ولایت کی یې وکړه ٣٢ یاغیان وژل سوي دي .

ددې ولایت یوه نطاق غمي محمد یار نن د جمعې په ورځ وویل چی دا حمله پرون سوې ده . دغه راز ائتلافي قواو پرون ویلي وو چی دوی د زابل په ولایت کی د یاغیانو د یوې حملې جواب ووایه او لږ تر لږه نهه تنه یاغیان یې ووژل .

په یوه بله پېښه کی چی هغه هم په دې ولایت کی وسوه یوه ځان مرگه بم چونکي په یوې گزمې باندی حمله وکړه ، مگر دوه ملکي خلک یې ووژل .

XS
SM
MD
LG