د لاس رسي وړ اتصالات

د سپتمبر د یوولسمې د حملو مشکوک طراحان محاکمه شول 


د سپتمبر د یوولسمې د حملو مشکوک طراح او د هغه څلور ملگري د ترور او قتل په تور پرون د پنجشنبې په ورځ په گوانتانامو کې یوې نظامي محکمې ته احظار شول. کیدای شي دوی ته د مرگ سزا ورکړل شي. خو د مخصوصو نظامي کمیسیونونو په باب لا تر اوسه انتقادونه موجود دی.

د متهمینو سپینې جامې په ځان وې. دوی د سپتمبر د یوولسمې د حملو لپاره د پلان او زمینې جوړولو په تور محاکمه کیږي. دا لومړی ځل دی چې له نیول کیدو نږدې پنځه کاله وروسته دوی د خلکو مخې ته راڅرگندیږي. د قاضي او د متهمینو د وکیل تر منځ د توافق پر اساس نهايي فیصله د محکمې تر بلې غونډې پورې ځنډول شوې ده.

ددغه شپږ ساعته محاکمې پر وخت چې د ډوډۍ خوړولو او لمانځه لپاره وقفه پکې وه، د سپتمبر د حملو مشکوک اصلي طراح ‏خالد شیخ محمد د الله اکبر شعارونه ورکول او ویل یې چې د خپل پنځه کلن بند په جریان کې څارنوالانو شکنجه کړی دی. د هغه عینکې په سترگو وې او اوږده توره ږیره یې پر درلوده.

نظامي وکیل د امریکا د سمندري پلي قواوو ډگروال رالف کولمن، درې تنو متهمینو ته وویل چې دوی د اصولو له مخې کولای شي چې خپل نظامي مدافع وکیلان رد کړي، خو هغه وکیلان به د مشاور په صفت پاتې کیږي او متهمین کولای شي چې خپله فیصله وروسته بدله هم کړي. یوه مدافع وکیله د قاضي ددغه پریکړې له آمله په قهر وو. د امریکا د سمندري قواوو ډگرمنې سوزان لچلیر وویل چې قاضي د امریکا په اساسي قانون کې موجود د دفاع حق د خپلې خوښې پر اساس ځینو بندیانو ته ورکړی او ځینو ته یې نه دی ورکړی. هغې وویل: ”زه فکر کوم هغه څه چې پیښ شول خجالت آمیزه وو.

په داسې حال کې چې زه افتخار کوم چې د سمندري قوو یونیفورم مې په تن دی او په دې افتخار کوم چې د سمندري قواوو عسکر یم خو هغه څه چې نن پیښ شول، دا پر پوځي یونیفورم باندې یو داغ دی.” ډگروال لارنس موریس چې ددغو متهمینو څارنوال دی وايي چې ددغې محاکمې دایرېدل د نظامي کمیسیونونو د هغه سیستم یوه برخه ده چې اوس د پرمختگ په حال کې دی. ډگروال موریس وايي:

”تاسو ټولو د یوولسم سپتمبر د حملو د طراحانو محاکمه ولیدله. دا په هغه لور یو بل گام دی چې موږ به ثابته کړو چې دغه پنځه تنه د یوولسم سپتمبر د پیښو مسئولیت پر غاړه لري چې نږدې درې زره بې گناه خلک یې ووژل”. د محاکمې په دوران کې متهمین د قاضي سره مخالفت وکړ. دوی ویل چې د مدافع وکیل لرلو حق نه دی ورکړل شوی او د امریکا پوځ حق نه لري چې دوی محاکمه کړي. په آخر کې دوی ټولو غوښتنه وکړه چې خپل د ځان دفاع پخپله کوي. د دوی مدافع وکیلانو ویل، کافي وخت یې نه درلود چې خپلو مؤکلینو ته دغه پروسه تشریح کړي او یوه مدافع وکیل وویل چې دده مؤکل، مصطفی الهوساوي د خالد شیخ محمد له خوا تهدید شوی و چې خپل مدافع وکیل رد کړي. مدافع وکیل، جگړن جان جکسن وايي، خالد شیخ محمد دده له مؤکل سره پټې خبرې کړي او هغه ته یې ویلي چې ”آیا ته اوس په امریکايي پوځیانو باندې اعتماد کوې؟”.

پر الهوساوي باندې دا تور دی چې د حملو پر وخت د خالد شیخ محمد مرستیال و. خبریالان او د بشري حقونو مدافعین ددغه محاکمې لیدلو ته ورپرېښودل شوي وو. د چهارشنبې په ورځ د نظامي کمیسیون پروسې ژمنه کړې وه چې محاکمه به بې طرفه او پرانیستې وي. خو د پنجشنبې په ورځ، مدافع وکیلانو، یو شمیر پوځیانو او د بشري حقونو فعالینو ادعا وکړه چې دغه محاکمه بې طرفه نه وه. د محکمې قاضي، رالف کولمن ټولو متهمینو ته د آزادانه خبرو کولو اجازه ورکړه خو د هغوی د مدافعینو خبرې یې څو ځله قطع کړې. قاضي وویل چې دوې له خپل نوبت پرته غږیږي او ورته یې د کښیناستلو امر وکړ.

XS
SM
MD
LG