د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او عراق د سولې موافقه به ایران ته 'تاوان و نه رسوي'


ایراني مامورین وایی د عراق صدر اعظم نوري ال مالکي تهران ته دا ډاډ ورکړ چی د امریکا او عراق د سولې موافقه به ایران ته تاوان و نه رسوي.

د ایران خبری اژانس وویل ښاغلی المالکي دا خبری نن د ایران د بهرنیو چارو د وزیر، منوچهر متکي سره د لیدنی کتنی نه وروسته په تهران کی وکړی.

صدر اعظم نوری المالکي د امریکا او عراق تر منځ هغی موافقی ته اشاره کوی چی د دسامبر یو دیرشمی نه رووسته به په عراق کی د امریکایی عسکرو د پاتی کیدو لاره ورسره هواره شي.

بل پلو، د امریکا جمهور رئیس جورج بش خپله رادیویی اونیزه وینا د شنبی په روځ واورله چی په ترڅ کی یی د کانگرس نه غوښتنه وکړه چی په عراق کی دی د امریکایی عسکرو دپاره د هغه له خوا د عراق د جنگ دلگښتونو وړاندیز منظورکړی.

XS
SM
MD
LG