د لاس رسي وړ اتصالات

د نړى هېوادونه د تېلو د جگو نرخونو سره په 'ستونزو او مبارزو اخته دى'


د استرالېا صدر اعظم کېوېن رُډ نړېواله ټولنه دېته هڅولى ده چې د تېلو په مهمو تولېدوونکېو هېوادونو باندى زور واچوى چې د تېلو د زېاتېدونکېو نرخونو د جگېدلو مخه ونېسى.

ښاغلى رُ ډ ووېل د تېلو د صادروونکېوهېوادونو موسسې ېا اوپېک ته پکار دى چې خپل تولېد او صادرات زېات کاندى.

د استرالېا صدر اعظم کېوېن رُډ دا خبرى هغه وخت وکړى چې جاپان ته ېې دتللو لپاره ځان چمتورکاوه.

صدر اعظم کېوېن رُډ په دې ټېنگار کړېدى چې پر اوپېک باندى دې سخت فشار واچول شى چې د تېلو دغه موسسه د تېلو قېمتونه کنترول کاندى.

هغه ووېل چې د نړى هېوادونه د تېلو د جگو نرخونو سره په ستونزو او مبارزو اخته دى. دى په دې عقېده دى چې که د تېلو تولېد زېات شى نو نرخونه به ېې راښکته شى.

په همدى سبب هغه پر اوپېک غږ کړېدى چې هغوى دتېلو د نرخونو د ستونزى په اوارولو او کمولو کې دتېلو د تولېد په زېاتو لو سره مرسته کولى شى.

رپوټ وايى چې کېون رُډ به خپل پېغام په دې سفر کې جاپان ته ېوسى ځکه چې هلته د نړۍ اته ستر صنعتى هېوادونه په بله مېاشت کې له ېو بل سره ملاقات کوى. صدر اعظم کېوېن رُډ ؤآيي پکار ده چې د اوپېک غړى هېوادونه په دې برخه کې غوڅ اقدام وکړى.

کېوېن رُډ ؤآيي: "په نړۍ کې د هر حکومت مشر له دغى ستونزې سره په مبارزه اخته دى چې چاره ېې وکړى. دغه ستونزه تر زېاتى اندازې پورې په نړۍ کې د تېلو دتولېد په اندازې پورې اړه لرى. او په دې برخه کې اوپېک مهم نقش لرلى شى. اوپېک دېته ضرورت لرى چې د خپل تولېد اندازه زېاته کړى. دوى دا کار د جمهور رئېس بش په غوښتنه تر ېوې اندازې پورې کړېدى."

د اتو سترو صنعتى هېوادونو غونډه دا فرصت برابروى چې د اوپېک په موسسه باندى له سخت فشار نه کار واخېستل شى او دا نېټه ېې هم مالومه کړى چې کله به دا کار سرته ورسېږى. تېره اونى د کوېت د تېلو وزېر ووېل چې اوپېک دېته چمتود ى چې که مارکېټ دا ضرورت ولرى نو ډېر تېل تولېد کاندى.

د اوپېک موسسه د تېلو د قېمتونو د لوړ والى مسوله نده. د اوپېک هېوادونه د نړۍ څلوېښت په سلو کې تېل تولېدوى.

اوپېک په دا حاضر وخت کې د ورځى ٣٢ مېلېونه بېرله تېلو تولېدوى. په استرالېا کې دنړېوالو معېارونو له مخى د تېلو بېه اوس ټېټه ده. خو سره له دې هم پېترول تر پخوا ډېر قېمته دى.

د ېوه لېتر بېه ېوامرېکا ېې ډالر او ٦٣ سنټه ده. په دغه هېواد کې ډېر خلک په خپلو شخصى موټرونو بندى د تگ راتگ په برخه کې اتکا لرى او په اقتصادى لحاظ انفلاسېون ېا مالى تورم هم پکى موجود دى. په همدى سبب د تېلود بېى له جگېدلونه د حکومت لپاره ېوه احتمالى سېاسى موضوع جوړېدلى شى.

صدر اعظم کېون رُډ تېر کال په عمومى انتخاباتو کې قدرت ته ورسېده او له راېو ورکوونکېو سره ېې وعده کړى وه چې د تېلو د جگېدونکېو قېمتونو چاره به کوى.

سېاسى تحلېل کوونکى وايي چې د صدر اعظم کېوېن رُډ دا ناکامى چې د تېلو قېمتونه ېې لاندى کنترول کړي، ددى سبب کېدلى شى چې د هغه شهرت او نوم ته تاوان ورسوى.

رپوټ وايي چې ښاغلى رُډ به څلور ورځى په جاپان کې تېرى کړى.

دا تراوسه پورې د استرالېا د ېوه صدر اعظم لپاره په جاپان کې تر ټولو اوږد سفر دى.

XS
SM
MD
LG