د لاس رسي وړ اتصالات

اندونېزېا: مظاهره چېانو  له حکومت نه غوښتنه کوله چې د احمدېه فرقه غېر قانونى اعلان کړى


د اندونېزېا حکومت په هغه اسلامى اقلېت باندى سخت محدودېتونه لگولى دى چې اکثره وخت سخت درېځه مسلمانان د هغوى خلاف سختى مظآهرى او له مرگ ژوبلى نه ډک اعمال سرته رسوى.

نن په ېوه وېنا کې حکومت امر وکړ چې د احمدېه ډلې غړي دې د خپلې عقېدې خپرونه چې له معمولو اسلامى نظرېاتو نه اووښتى دى، بنده کړى.

خو حکومت په دغو بندېزونو کې لکه څنگه چې ېو شمېر سخت درېځو اسلامى ډلو هېله کوله، پر هغوى باندى د غېر قانونى کېدو بندېز و نه لگاوه.

د اندونېزېا په اساسى قانون کې د دېنى ازادېو لرل تضمېن سوېدى. خو څرنگه چې د اندونېزېا اکثرېت مسلمانان دى هغوى د احمدېه فرقې نظرېات توهېن امېزه بولى ځکه چې هغوى د اسلام پېغمبر حضرت محمد صلى الله علېه وسلم، د اسلام وروستى پېغمبر نه بولى.

په زرگونو سخت درېځو مسلمانانو د په جاکارتا کې د جمهورى رېاست له ماڼى نه بهر او د پولېسو د مرکزونو مخى ته مظاهر ه وکړه.

هغوى له حکومت نه غوښتنه کوله چې د احمدېه فرقه غېر قانونى اعلان کړى. مظاهره چېانو دا غوښتنه هم وکړه چې دسخت درېځو اسلامى گوندونو هغه غړى له توقېف نه راخوشى شى چې تېره اونى ېې پر هغو خلکو په مظاهره کې برېد کړى و چې د مذهبى تحمل او زغم لپاره ېې خلک هڅول.

سخت درېځو مسلمانانو د احمدېه فرقې په جوماتونو او ودانېو باندى حملى کړېدى.

په اندونېزېا کې ٢٢٠ ملېونه خلک اوسېږى او په دې کې نېژدى په سلو کې نوى مسلمانان دى.

XS
SM
MD
LG