د لاس رسي وړ اتصالات

بنگله دیش: د قیمتونو د لوړوالي له امله د ملک بې وزلې طبقه زیانمنه شوې ده


د بنگلدیش چارواکي وايي، د نوې بودیجې دریمه برخه په ملک کې د مخ په لوړه روانو قیمتونو په کنترولولو لگوي.

د قیمتونو د لوړوالي له آمله د ملک بې وزلې طبقه زیانمنه شوې ده. د ماليې د وزارت سلا کار عزیز الاسلام نن وویل چې د جولای د لومړۍ نیټې نه چې د ١٥ میلیارد ډالرو دغه بودیجه منظوریږي، ورسره به د بې وزلو کسانو میاشتنی معاش هم لوړ شي.

هغه همدارنگه وویل چې حکومت به درې میلیونه ټنه وریجې په ټیټ قیمت خرڅوي او په ځینو ځایونو کې به وړیا ویشل کیږي.

په بنگلدیش کې د تیر نومبر راهیسې د خوراکي موادو قیمتونه وروسته له هغه لوړ شول چې د سیدر په نامه یوه موسمي طوفان د هغه ملک د وریجو پراخ فصلونه یې تباه کړل چې کیدای شي دوه میلیونه ټنه حاصل یې ورکړی وای.

XS
SM
MD
LG