د لاس رسي وړ اتصالات

په پاریس کې د افغانستان لپاره یوه لویه غونډه جوړېدونکې ده


په پاریس کې د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د زیاتو مرستو د اعلانولو په خاطر په همدې میاشت کې یوه ستره غونډه جوړېدونکې ده.

د روانې جون د میاشتې په دولسمه نېټه د فرانسې په پلا زمېنې پاریس کې د افغانستان لپاره یوه لویه غونډه چې پکې به له دغه هیواد سره دنړیوالې ټولنې د زیاتو مرستو ژمنې اعلان شي، تر سره شي.

په پاریس غونډه کې به د اتیا هیوادونو او نړیوالو موسسو استازي، د افغان چارواکو په ګډون برخه ولري.

د چارواکو په وینا، له دغې غونډې هدف دا دی تر څو نړیواله ټولنه د افغانستان د حکومت پنځه کلنه پرمختیا ملي ستراتيژي وګوري او ملاتړ تری اعلان کړي.

د پاریس د کېدونکې غونډې په اړه په افغانستان کې په سیاسي او ټولنیزو ادارو کې ګڼې غوښتنې مطرح کیږي.

ډیری عادي افغانان پدی باور دي چې تر دی وړاندې څو نړیوالې غونډې هم ترسره شوي، ولې د مرستو څرک یې په ژوند کې ندی محسوس کړی.

په کابل کې د افغانستان د سولې د ملي جرګې له لوري په لسګونو قومي مشران او علمي شخصیتونه د غازي په لوبغالي کې را ټول شوي وو.

دوی ټولو د پاریس له غونډې څخه د افغان ولس غوښتنې سول او هر اړخیزه بیا رغونه تر شعار لاندی یې د پاریس غونډې له برخه وال وغوښتل تر څو په افغانستان روانه جګړه پای ته ورسوي او د سولې لاره په مخ کې ونیسي.

د غونډې برخوالو وویل چې د افغانستان حکومت دې له نړیوالې ټولنې وغواړي چې سوله او امنیت ورته زیات مهم دی. د سولې د ملي جرګې سر پرست او سناتور انجنیر محمد افضل احمدزي اشنا تلویزیون ته وویل چې دافغانستان حکومت باید دی د پاکستان په څیر، له وسلوالو سره د سولې تړونونه وکړي.

بل پلو، ولسمشر حامد کرزي بیا د میرمن لورا بوش سره یو ځای په یوې خبري غونډې کې د یوی پوښتنې په ځواب کې چې حکومت به یې د اداري فساد په اړه انديښنې په پاریس غونډې کې په ډاګه کړي که نه، وویل چې دوی هلته په دوستانه فضا کې په ګڼو موضوعګانو خبرې اتری کوي.

خو مدني ټولنې بیا پدی باور دي چې نړیواله ټولنه دی له حکومت سره د مرستو په لګولو کې ښه همغږي را منځته کړي.

دمیډوټیک افغانستان منجسم او د سولې لپاره دمدني ټولنو د ادارو دوره يي مشر، حمید ځاځی وايي چې مرستې دی په سمه توګه ولګول شي.

خو دافغانستان د حکومت مخالفه ملي جبهه بیا پدی باور ده چې په پاریس کې د مرستو له غوښتلو په مهمو موضوعګانو دی خبری وشي.

XS
SM
MD
LG