د لاس رسي وړ اتصالات

په زرگونو پاکستاني وکیلانو د مشرف پر خلاف مظاهرې کړي


په پاکستان کی په زرگونو وکیلانو او سیاسي فعالینو په لویو ښارونو کې د مظاهرو او اعتراضونو لړۍ پیل کړې ده چې د جمهور رئیس پرویز مشرف د استعفی غوښتنه کوي.

نن شاو خوا څلور زره مظاهره چیان په کراچی کی د اوږد مارش په نوم مظاهره ترتیب کړی وه چې په وروستی اونې کی به یی غونډه په اسلام اباد کی تر سره شي

او د پخواني صدر اعظم نواز شریف ورور شهباز شریف، پرون، وروسته له هغه چی د هیواد د ترټولو قوي صوبې پنجاب د اعلی وزیر په حيث انتخاب شو، وویل چی د مشرف دیکتاتوري مرگ ته نیژدې شوې ده. کله چی ده وینا کوله نو ځینو وکیلانو نارې وهلې چی مشرفه له قدرته لیری شه.

حاکم ایتلاف په ښاغلي مشرف باندی فشار اچوی چی له کاره گوښه شی او ځینی مخالفین گواښ کوی چی هغه به محاکمه کړی.

خو دا نه ده معلومه چی دوی به د هغه د محاکمه کولو دپاره په پارلمان کی لازم دوه ثلثه اکثریت ترلاسه کړي که نه. جمهور ریس مشرف په یوه ټلوېزیونی وینا کی وویل چی هغه له کاره د گوښه کېدلو نیت نه لری.

XS
SM
MD
LG