د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د وژل شوو برتانوي عسکرو شمیر سل تنه شو


د یکشنبې په ورځ د هلمند په سنگین ولسوالی کې د برتانوي ځواکونو د مرکز په یو کلومتري کې د عسکرو پر یوې گزمې ځانمرگي برید وشو او دری تنه ووژل شول.

ددې دریو تنو دوژل کیدو سره په افغانستان کې د وژل شوو برتانوي عسکرو شمیر سل تنه شو.

په هلمند کی د برتانوي لوا قومندان مارک کارلټن سمیت وایي: ”ښکاره ده چې هیڅوک نه غواړي داسي یو هدف ته ورسیږي او دا په دې هیواد کې زمونږ د بشري قربانیو یو بیلگه ده. خو باید ووایم چې مونږ دې ته د خپل هدف په تناظر کې وگورو.

مونږ غواړو چې افغانستان د افغانانو لپاره په داسي حال کې پریږدو، چې سم حکومت ولري، امنییت او سوله وي، او تر ټولو مهمه دا ده چې د نړیوالو لپاره کوم خطر پیښ نکړې."

د برتانیې د وسله وال پوځ مشر او د دفاع وزیر دیس براون، د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې او ټینگار یې کړی چې په افغانستان کې یې طالبان په شا تمبوًي دي.

په دې اړه د برتانوي ځواکونو اعلی قومندان، ستر جنرال سر جاک ستیروپ وویل: ”مونږ بریالي یو، خو نړیواله مرستندویه ټولنه باید د حکومت داري او اقتصادي چارو کې همغږي ډیره کړې او له هغې موقع نه استفاده وکړې چې زمونږ زړورو عسکرو یې زمینه برابره کړې."

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې شا او خوا ٧٣٠٠ برتانوي عسکر د امریکایي او کانادایي عسکرو سره یو ځای د طالبانو سره په جگړو بوخت دي.

په افغانستان کې د ثبات د ټینگولو لپاره زرگونه عسکر میشت دي او په هلمند کې د برتانوي عسکرو او د وسله والو مخالفینو تر منځ هر وخت د سختو جگړو خبرونه اوریدل کیږي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د نسکوریدو نه تر نن پوري، په دریو هیوادونو افغانستان، پاکستان او ازبکستان کې ۴۴٣ امریکايی عسکر وژل شوي دي.

په تیرو اوو کلونو کې، تیر کال تر ټولو خونړې وو او د مخالفینو سره په جگړو کې اته زره افغانان وژل شوي وو او په روان میلادي کال کې تر اوسه پوري ١٥٠٠ تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG