د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئېس جورج بش اروپا ته روان دى


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د ېوې اونى اوږده سفر لپاره اوروپا ته روان دى.

ددغه سفر مقصد دا دى چې د اوروپاېې هېوادونو ترمنځ اړېکى مظبوطى شى.

ښاغلى بش به اول په سلووېنېا کې تم شى. هلته به دى د اوروپاېې اتحاد سره د سه شنبى په ورځ په ېوه عالى غونډه کې برخه واخلى.

ښاغلى بش به په خپل دې سفر کې جرمنى، برتانېې، فرانسى، اېتالېې، او په واتېکان کې هم تم سى او ملاقاتونه به وکړى.

ټاکل شوېده چې ښاغلى بش به په خپل سفر کې له اروپاېانو نه د افغانستان په برخه کې دهمکارىۍ کولو او پر اېران باندى د زېات فشار اچولو په برخه کې مرسته وغواړى.

امرېکا او انډېوالان ېې پراېران دا تور لگوى چې داټومى وسلو په جوړولو باندى کار کوى. خو اېران تل دا واېې چې د اټومى فعالېتونه سوله ئېز مقاصد لرى.

د اوروپا اوامرېکا ترمنځ خبرو کې دا هم پتېل شوېده چې د منځنى ختېځ د سولى او په نړې کې د هوا د بدلون په برخه کې بحث وشى.

د اروپا او امرېکا ترمنځ، اړېکى د جمهور رئېس بش په ټوله دوره کې تقرېبا خړې پړې دى. ددې علت دعراق جگړه ده. هغه تشنج تقرېبا په دې نېژدى کلونوکې لږ کم شوېدى.

XS
SM
MD
LG