د لاس رسي وړ اتصالات

منموهن سنگ خلک، د اټومى وسلو په برخه کې بشپړى بى وسلى کونى ته وهڅول


د هند صدر اعظم، منموهن سنگ، وايى هغه خطر چې له اټومى وسلو نه را پېدا کېږى، هغه ېوازې په دې توگه له منځه وړل کېدلى شى چې په ټوله نړى کې د بى وسلى کولو بشپړ تړون منځته راشى.

ښاغلى سنگ نن په نوي ډېلى کې د بى وسلى کولو په ېوه نړېوال کنفرانس کې خبرى کولى. هغه په کنفرانس کې خلک د اټومى وسلو په برخه کې بشپړى بى وسلى کونى ته وهڅول، ځکه چې دا وسلى هېڅ برېد او پوله نه پېژنى.

هند په نړې کې د هغو اتو هېواودنو په جمله کې دى چې اټومى وسله لرى. خو من موهن سنگ ووېل چې دده هېواد دا نېت نلرى چې د وسلو د ډېرولو په مسابقه کې گډون وکړى.

د هند گاونډى هېواد پاکستان هم اټومى وسله لرى. ښاغلى سنگ ووېل هر ډول تړون چې په دې برخه کې کېږى په هغه کې باېد ېو مهال وېش ټاکل شوى وى چې له هغه سره سم لاسلېک کوونکى هېوادونه له اټومى وسلو نه ځان خلاص کړى.

هند خپله لومړى اټومى ازموېنه په ١٩٧۴ مېلادى کال کې وکړه او نورې ازموېنى ېې په ١٩٩٨ مېلادى کال کې وکړې.

په ماضى کې د هند چارواکى دېته لېوال نه ول چې د بى وسلى کولو دغه راز تړون لاسلېک کړى.

XS
SM
MD
LG