د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د وسله والو مخالفینو له منځه وړو کې 'ناکامه شوي دی'


د امریکا د یو تحقیقاتي مرکز د رپوټ له مخې، که چیرته طالبان په پاکستان کې بیا فعاله او سمبال شي نو امریکا او د هغه د ناټو متحدین به د افغانستان د ثبات راوستلو په کوششونو کې د اوږدې مودی لپاره بی نتیجې پاته شي.

دا رپوټ چې د دوشنبې په ورځ خپور او د رند کارپوریشن تحقیقاتي مرکز چمتو کړې، وایې چې د پاکستان استخباراتي اداره او په شمال ختیځو سرحدي سیموکې د هغوئ پوځیان، د وسله والو مخالفینو په مخنوی او له منځه وړو کې ناکامه شوي دي.

رپوټ وایې ځنی وخت، همدغه وسله وال مخالفین د داسی کسانو لخوا پیاوړی کیږي چې د پاکستان د حکومت غړی دي.

بل پلو، افغان چارواکي وایې د دوشنبې په ورځ په دوه جلا پیښو کې پنځه پولیس منصدار وژل شوي دي.

چارواکي وایې د پولیسو دری منصبدار په غزني کې د سرک غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوي او دوه نور پولیس په غور ولایت کې د وسله والو مخالفینو په برید کې وژل شوي. په دغه پیښه کې دری وسله وال مخالفین هم تلف شوي.

په یوه بله نښته کې چې په پکتیا کې د ناټو په مرسته افغان ځواکونو کړې وایې، شاوخوا شل مشکوکه وسله وال طالبان یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG