د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: کزری رنگینی خبری کوي، خو د افغانستان د ډېرو ستونزو چاره یې نه ده کړې


د افغانستان جمهور ریس د پنجشنبې په ورځ په پاریس کی هغی غونډ ی ته ورځی چی د اتیا هیوادونو استازي برخه پکښی لری او دی به له افغانستان سره د پنځه کلن پلان د عملی کولو دپاره د پنځوسو میلیارډو ډالرو مالی مرستی غوښتنه وکړی.

خو له اروپایی هیوادونو، ملگروملتونو او حتی د بوش له حکومت سره دا اندېښنه ده چی ښاغلی کرزی ښې خبری کوي، رنگینی او اوږدې خبری کوي، خو د افغانستان د ډېرو ستونزو چاره یې نه ده کړې.

دا شپږ کاله کېږی چی جمهوریس حامد کرزی متحده ایالاتو او د هغه متحدینو ته نازولی وو خو اوس داسی ښکاری چی هغه نور د پخوا په څېر نه ځلېږی او کرار کرار له نظره لوېږی.

د خارجه وزارت یوه عالی رتبه مقام سوال وکړ چی ایا کرزي ددغه وظیفې اهلیت او توان درلود کنه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وروسته د خارجه وزارت د یوه مامور له خولې چې د نامه د نه یادولو په شرط یې خبری کولې وویل چی په دې کی شک نسته چی کرزی ښه سړی دی، او تر هغو پوری چی دی جمهور ریس وي موږ به یې ملاتړ کوو، مگر په حکومت کی په دې باره کی ډېری زیاتی خبری کېږی چی موږ سمو کارونو ته دهغه د هڅولو دپاره ټینگی پالیسی ته ضرورت لرو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی د امریکا مقامات زیاتره له د ېامله خپه دي چی ښاغلی کرزی د مخدره موادو قاچاقبرانو په نیولو کی پوره کار نه دی کړی او ډېر بین المللی څارونکي په دې عقیده دي چی طالبان د مخدره موادو څخه د لاسته راغلو پیسو څخه د خپلو حملو د پاره کار اخلی.

او په خارجه وزارت او ددفاع په وزارت کی ځینی مقامات وایی چی جمهور ریس بوش چی د افغانستان سره مرستی کوی نو په بدل کی باید پر ښاغلي کرزي باندی فشار واچوی چی د اداری فساد د له منځه وړلو دپاره نوری هلی ځلی وکړي.

کله چی د سپینی ماڼۍ د یوه نطاق څخه د ښاغلي کرزي په باره کی پوښتنه وسوه نو ده وویل چی جمهور ریس بوش په افغانستان کی د هغه کارونه ستایی مگر موږ ټول په دې پوهېږو چی هغه باید تر دې زیات کارونه وکړی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی د امریکا او اروپایی هیوادونو د ډیپلوماټانو او ښاغلي کرزي ترمنځ په دې تازه شپو ورځو کی له دې امله هم تاو تریخوالی راغی چی هغوی له ده څخه وغوښتل چی جنگ سالار رشید دوستم ونیسی مگر ده ورته وویل چی نه غواړی د هغه په نیولو سره د هغه طرفداران له ځان څخه خپه کړی.

د افغانستان یوه عالی رتبه مامور وویل ښاغلي غوښتل چی جنرال دوستم ونیسی مگر د افغانستان په شمال کی د هغه د طرفدارو قواو له وېری یې دا کار ونه کړ او له بلی خوا په افغانستان کی د ناټو مقامات هم د دغی مسلې له امله ناارامه وه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی په افغانستان کی د امریکا پخواني سفیر ریچارډ هول بروک په یوې مرکې وویل له دغی قضیې څخه ماته ښکاری چی حکومت ډېر سخت کمزوری دی، مگر که موږ غواړو چی په افغانستان کی بری تر لاسه کړو هغه باید تقویه او موثر کړو.

ده زیاته کړه چی زه په دې عقیده نه یم چی طالبان به په افغانستان کی قدرت ویسی ځکه چی د خلکو د هغوی ټولی بدی په یاد دي مگر دغه اوسنی حکومت هم په دغو اوسینو اجرااتو میدان نه سی گټلای.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کی د ناټو د پخواني قوماندان جنرال جیمز ایل جونز له قوله لیکی چی د ناټو قواو د یاغاینو پر ضد ډېر بریالي عملیات کړي دي مگر که هر څونه نور پوځیان افغانستان ته واستول سي هغوی د اداری فساد او د کوکنارو د کښت او کروندې په له منځه وړلو کی مرسته نه سی کولای.

جنرال جوز په یوې مرکې وویل چی د کرزي حکومت، چی د دونه زیاتو هیوادونو د سر او مال د قربانیو څخه گټه اخلی نو باید چی د بین المللی ټولنی د غوښتنو د پوره کولو اراده هم وښیی.

خو په متحده ایالاتو کی د افغانسنتان سفیر سید طیب جواد د ښاغلي کرزي د مشرتابه دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ چی د افغانستان ځوان حکومت ته د انتقاد ډېری گوتی ونه نیولي سي. ده وویل دا بالکل بې لزومه کار دی چی په اوسینو شرایطو کی پر یوه او بل باندی پړه واچوو.

.

XS
SM
MD
LG