د لاس رسي وړ اتصالات

برما د مخالف گوند ١٥ ملاتړ کوونکي خوشي کړي دي


د برما د دیموکراسي پلوي رهبرې آنگ سانسو کي گوند وايي، نظامي حکومت د دوی د گوند ١٥ غړي چې تیره میاشت د خپل گوند د رهبرې د کور پر خوا د مارش کولو پر وخت نیول شوي وو، خوشې کړي دي.

د دیموکراسئ د ملي گوند غړي د مۍ په ٢٧مه هغه وخت ونیول شول چې د ملک په پایتخت رنگون کې یې د گوند له دفتر نه د خپل رهبرې، آنگ سانسو کي د کور پر لور مارش مارش کاوه او د هغې د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

د گوند نطاق نیان وین وویل چې دغه پنځلس کسه د دوشنبې په شپه خوشې شوي دي.

د ډیموکراسۍ ملي گوند ١٨ کاله مخکې په ملک کې عمومي انتخابات وگټل خو حکومت د انتخاباتو نتیجه ونه منله او دغه گوند یې واک ته پرې نښود.

د ډیموکراسۍ ملي گوند په ملک کې د اساسي قانون پر سر د هغه انتخاباتو نتیجه نه ده منلې چې څو ورځې مخکې تر سره شو. حکومت وايي، دغه انتخابات به په ملک کې د ٢٠١٠ کال انتخاباتو ته لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG