د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدرا عظم وايي حکومت پوځي بودیجه بندوي


د پاکستان صدر اعظم، یوسف رضا گیلانی، وایې دی لپاره چې هیواد کې اقتصادي ستونزی ډیرې شوي، حکومت به سږکال د پوځ لگښتونه کم کړي.

تیر کال د دفاعی چارو لپاره د څلورو ملیاردو ډیر ډالر مصرف شوي دي. ښاغلي گیلاني هند ته په اشارې وویل چې غواړي د گاونډي هیواد سره د سولې یوه طرحه رامنځ ته کړي چې د سیمې د ثبات سبب و گرځي.

بل پلو، امنیتي ځواکونو په دی ویره د پاکستان په اسلام اباد کې د سه شنبې په ورځ کلک امنیتي ترتیبات نیولي و چې گوا کې د وکیلانو او فعالینو مظاهره به هغه ورشي چې د جمهور رئیس پرویز مشرف د استعفی غوښتنه کوي.

د دغی اوږدی مظاهرې چې کیدې شي په لوی اکثریت سره اسلام اباد ته ورسیږي او هلته به د پارلمان مخی ته ولاړ شی چې د مشرف د استفی او د پڅوانی قاضیانو بیا په کار گمارلو غوښتنه وړاندې کړي.

ستر کانتینرونه په سرکونو ایښودل شوی چې لاریون کوننکي د پارلمان ودانۍ ته د ورتلو مخنوی کوي.

د پاکستان د پخواني قاضي القضات افتخار محمد چودري یو ویاند وویل نه پوهیږی چې حکومت به پدی اړه څه پیغام استولې دی.

ویاند وویل تیره ورځ د حکومت سره موږ غونډه درلوده او یوڅه موافقی ته رسیدلې وو خو نه پوهیږو دغه لارې بیا ولی بندی شوي دی.

XS
SM
MD
LG