د لاس رسي وړ اتصالات

بوش په سلوینیا کې د اروپايي اتحاد له رهبرانو سره کتلي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جورج بوش د اروپايي اتحاد له رهبرانو سره د ایران د اتومي پروگرام او ډیرو نورو موضوعاتو په باب په سلوینیا کې په خبرو بوخت دی.

د اروپايي اتحاد د رهبرانو د غونډې له پیلیدو نه مخکې ښاغلي بوش د سلیوینیا د جمهور رئیس ډانیلو ترک او د هغه هیواد د صدر اعظم جنیز جنسا سره وکتل.

جمهور رئیس بوش نن د اروپايي اتحاد د رهبرانو غونډې ته وویل چې باید پر داسې لارو چارو غور شي چې په گډه د انرژئ قیمت کنترول ‍شي او پر تیلو باندې اتکا ختمه شي.

په یوه مشترکه اعلامیه کې د متحده ایالاتو او اروپايي اتحاد رهبرانو خپله هغه ژمنه بیا یاده کړې چې د ‏آزادې پانگه اچونې پالیسۍ تقویه کوي او د داخلي تولیداتو د سیستم حمایت به کوي.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس بوش جرمني ته له روانېدو وړاندې په سلوینیا کې د لپیزانر په نامه د آسونو هغه ننداره وگوري چې نړیوال شهرت لري.

XS
SM
MD
LG