د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالیې اسلامي رهبر نوی اوربند رد کړی


د سومالیې سخت دریځه اسلامي رهبر، د حکومت او مخالفې خوا تر منځ هغه اوربند رد کړی چې د ملگرو ملتونو په منځگړیتوب رامنځته شوی دی.

شیخ حسن ظاهر نن د سه شنبې په ورځ وویل، جگړه به تر هغو دوام ولري چې سومالیا له اشغال گرو نه آزاده شي.

امریکا شیخ حسن ظاهر د تروریست په توگه پیژني. شیخ حسن ظاهر د رویټر خبري آژانس ته ویلي چې د اوربند دغه تړون د سولې له لپاره نه بلکه د چل او فریب ورکولو لپاره رامنځته شوی دی.

د ملگرو ملتونو یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د سومالیې د حکومت او د مخالف گوند د جلا وطنه مشرانو تر منځ په جیبوتي کې د اوربند تړون لاسلیک شوی دی.

د سومالیې لپاره د ملگرو ملتونو هیئت ویلي چې د ٩٠ ورځو د غه اوربند یوه میاشت وروسته پلی کیږي. په دغه تړون کې همدارنگه راغلي چې ایتوپیا عسکر دې په څلورو میاشتو کې له ملک څخه ووځي او امنیت دې د ملگرو ملتونو سوله ساتونکي عسکر ونیسي.

XS
SM
MD
LG