د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د زلزله له آمله د رامنځته شوي جهیل اوبه په کمېدو دي


چینايي چارواکي وايي، د سیچوان په ولایت کې د تانگ جیاشن د جهیل د اوبه سطحه له درې ورځو مسلسلو برمه کارئ وروسته اوس مخ په ټیټېدو ده.

د سینهوا خبري آژانس نن په یوه خبر کې ویلي چې د زلزله له آمله د رامنځته شوي دغه جهیل نه اوبه په ډیر سرعِت وځي.

چارواکو د تیرې شنبې به ددغه جهیل د اوبو د سطحې د راټیټولو لپاره په برمه کاریو پیل کړی و او هغه ډبرې یې د راکټ په فیرونو ماتې کړې چې د اوبو په مخ کې خنډ شوي وې.

دا جهیل هغه وخت رامنځته شو چې د زلزلې له آمله د ځمکې ښویېدو د تانگ کو د سیند مخه بنده کړه. د جهیل د کوزې خوا له سیمو نه ٢٥٠ زره کورنۍ نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د چین حکومت د دوشنبې په ورځ پنځلس تنه حکومتي چارواکي برطرفه کړل. پر دوی تور و چې د سیچوان د ولایت زلزله ځپلو ته یې د مرستو په رسولو کې درغلي کړې ده.

XS
SM
MD
LG