د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس د ناټو ددفاع د وزیرانو په غونډه کی د افغانستان په باره کی بحث کوی


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، رابرټ گېټس د پنجشنبې او د جمعې په ورځو کی په برسلز کی د ناټو ددفاع د وزیرانو په غونډه کی برخه اخلی او په افغانستان د پوځی قواو او نورو هغو موضوعاتو باندی بحث کوی چی ددغه تړون سره اړه لری.

ناټو د افغانستان په اړه ټولو چارو کی، چی هغه د کابل د حکومت او د بین المللی ټولنی ترمنځ د افغانستان د امنیت، حکومتی ادارې او د هیواد د اقتصادی ودي پوری مربوط مسایل دي، ډېره مهمه ونډه لری.

د اپرېل په میاشت کی د ناټو د مشرانو په عالی غونډه کی د نړۍ مشرانو په افغانستان کی د ناټو په رهبری بین المللی امنیت د مرستیالي قوې ایساف پر ستراتیژیکه مفکوره باندی موافقه وکړه چی د هغه هیواد او د هغه د گاونډیانو، په تېره بیا پاکستان، ترمنځ د اوږدې مودې همکاری ژمنه پکی شوې وه.

ټاکل شوې ده چی په برسلز کی په راتلونکې غونډه کی د دفاع وزیران د افغانستان په جنوب کی، چی طالبانو د ماتی ورکول گران شوي دي، د قوماندانی د دورې په بدلولو باندی بحث وشی.

د هالینډ او برټانیې سره د موقتی موافقې په اساس به دغه هر یو هیواد د یوه کال داپره په هغه ناکراره سیمه کی د عملیاتو قومانداني په غاړه ولری. دا دوره به د نوامبر د میاشتی نه چی د کاناډا ماموریت ختمېږی پیل شی.

د اروپا او ناټو د چارو دپاره د دفاع د وزیر د مرستیال معاون ډېن فاټا د امریکا ږغ راډیو سره په مرکه کی وویل د دفاع وزیرانو په دغه پلان موافقه کړې ده او اوس خبره د هغوی د حکومتونو د مشرانو منظوری ته معطله ده.

ناټو اوس حاضر په افغانستان کی د ٥٣ زرو عسکرو قوماندانی په غاړه لری او زیاتره کار یې د امنیت ساتل، د افغانستان د پاره د پوځ جوړول، د هغه هیواد بیا ابادول او د مرکزي حکومت قوي کول دي.

XS
SM
MD
LG