د لاس رسي وړ اتصالات

جورج بش نن د المان د صدر اعظمی مېرمن انگېلا مرکل سره ملاقات وکړ


د متحده اېالاتو جمهور رېس جورج بش نن د المان دصدر اعظمی مېرمن انگېلا مرکل سره ملاقات وکړ. دواړو د افغانستان او اېران د اتومی پروگرام د جنجال په شمول په ېو لړ نورو مهمو مساېلو باندی په تفصل خبری وکړی.

جمهور رېس بش المان ته په داسی وخت کی ورسېده چه د دوهم جهانی جنگ نه وروسته د المان د بېا ابادولو لپاره د مارشال پلان د شروع کېدلو او دهوا له لاری برلېن ته د متحدېنو د اکمالاتو د رسولو شپېتمه کلېزه ده.

د سه شنبی په ورځ بش په سلووېنېا کی د اروپاېې مشرانو سره ولېدل. جمهور رېس بش او نور اروپاېې مشران سلوېنېا د اروپاېې اتحاد د مشرانو په دغونډه کی د گډون په نېت تللی دی.

ښاغلي بش اعلان وکړ چه اروپایېان او امرېکا باېد لاسونه ېو کړی او اېران دې د اتومی بم د جوړولو نه په شرېکه منع کړی.

هغه د اروپاېې اتحاد نه په افغانستان، عراق او افرېقا کی د ملارېا او اېډز د مخنېوی په کوښښونو کی برخی اخېستلو په سبب هم تشکر وکړ.

XS
SM
MD
LG