د لاس رسي وړ اتصالات

مولین: په امریکا باندی به بله تروریستي حمله، د پاکستان په قبایلي سیمه کی طرحه کیږی


د امریکا د اردو د لویو درستیزانو رئیس، امیرالبحر مایک مولین، وایی چی که په امریکا باندی په اینده کی کومه تروریستي حمله کیږی نو د هغې پلان به د هغو یاغیانو له خوا جوړیږي چی د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحد کی پټ دي.

هغه پرون خبریالانو ته وویل چی د پاکستان د صوبه سرحد په قبایلي سیمه کی د یاغیانو مشران داسي ‏خطر دی چی چاره یې باید وسی.

دا اول ځل نه دی چی ښاغلی مولین په دغه غرنۍ سیمه کی د یاغیانو له خوا چی ویل کیږی د القاعدې مشر اسامه بن لادن هم هلته پټ دی، اندیښنه څرگندوي.

هغه د فیبروري په میاشت کی پاکستان ته د خپل سفر په وخت کی هم ویلي و چی په پاکستان کی د اسلامي تندروانو خطر مخ په زیاتیدو دی.

د امریکا د حساب کتاب ددفتر په یوه رپوټ کی راغلي دي چی د بوش حکومت د پاکستان په قبایلي سیمو کی د تروریستي ‏خطرونو په له منځه وړلو کی ناکامه سوی دی، که څه هم چی هغه ملک ته یې څه د پاسه لس ملیارډ ډالره مرستي هم ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG