د لاس رسي وړ اتصالات

د سخت دریځو ډلو  سره تړون، په افغانستان کې 'د تاوتریخوالی د زیاتیدو سبب'


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې د ورځی چې د پاکستان حکومت د طالبانو سره په ځانگړې توگه د پاکستاني طالبانو د یو مشر بیت الله محسود سره د سولې تړون کړې په مختلفو سرحدي سیمو کې د افغاني پولیسو تلفات ډیر شوي دي.

د داخله وزارت لمړي مرستیال عبدالهادي خالد نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان د حکومت او د مختلفو سخت دریځو ډلو ترمنځ تړون په افغانستان کې د تاوتریخواًي د زیاتیدو سبب شوی دی.

هغه په دغه کنفرانس کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې او په هلمند او کندهار کې د عملیاتو خبر هم ورکړ.

ښاغلی خالد دا هم وویل چې د شلو نه په ډیرو ولایتونو کې د کوکنارو فصلونه له منځه وړل شوي. هغه زیاته کړه چې په دغو سیمو کې د مخدره موادو د یارلس قاچاق وړونکي چې څلور ایراني اوه پاکستاني او دوه پکې افغانان دي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG