د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت نن د امرېکا د هواېې قواو حمله وغندله


د پاکستان حکومت نن د امرېکا د هواېې قواو هغه حمله وغندله چه د افغانستان د سرحد په اوږدو کی په کی ېوولس پاکستانی عسکرو وژل شول.

د پاکستان د حکومت امنېتی مقامات واېې چه دغه هواېې حمله په موندو اجنسئ کی په ېوه عسکری پوسته باندی نن وشوه.

د پاکستان خارجه وزارت نن اعلان وکړ چه دا حمله دټروریزم په خلاف د امرېکا په مشرئ د اېتلافی قواو او پاکستان شرېک کوښښونه زېانمند کوی.

د پاکستان دپوځ ېوه نطاق په ېوه مطبوعاتی وېنا ووېل چه دا حمله د نطاق په قول ېوه ناحقه او ېوه بزدلانه حمله وه په افغانستان کی دامرېکا په مشری اېتلافی قواو وکړه.

نطاق ووېل چه دې حمله دهغه شرېکی همکارئ اساس او بنېاد ته زېان رسولی دی، چه پاکستان ېې په افغانستان کی د امرېکا په مشرئ داېتلاف د قواو سره ساتی.

پاکستانی مقامات واېې چه دغه عسکر د سه شنبی په ورځ ناوخته په مومند اېجنسئ کی دېوې نښتی په دوران کی د اېتلافی قواو د ېوې هواېې حملی په نتېجه کی ووژل شول.

پاکستانی مقامات واېې نښته وروسته د هغی شروع شوه چه ېو شمېر وسله والو سړو کوښښ کاوه چه افغانستان ته د کومند اېجنسئ نه واوړی.

د پاکستانی طالبانو ېو وېاند مولوی عمر نن ووېل چه وسله والو جنگېالو د افغانستان سرحد سره نږدی په امرېکاېې او افغان عسکرو باندی حمله شروع کړی وه، چه د امرېکاېې قواو په بمبارئ کې ېې تاه کسان ووژل شول.

د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواوې او دناتو عسکر په شرېکه د هغو وسله والو طالبانو سره جنگېږی چه په قباېلی سېمو کی فعالېت کوی.

XS
SM
MD
LG