د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د حکومت عسکرو تقرېبا دوه سوه اوه دېرش ټنه چرس نېولی دي


د افغانستان د حکومت عسکرو تقرېبا دوه سوه اوه دېرش ټنه چرس نېولی دي، چه بېا ېې وسوځول. ددی نېول شوو چرسو قېمت په بازار کی څلور سوه مېلونه ډالر اټکل شوی دی.

وېل کېږی چه دا په خپل ذات کی په نړئ کی تر ټولو زېات مخدره مواد دي چه د افغانستان د امنېتی قواو په لاس ورغللی دی.

په افغانستان کی د ناتو عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ مېکرنان واېې چه طالبانو ته ددې مخدره موادو د خرڅولو له درکه څوار لس مېلونه ډالر په لاس ورتلل، او په دومره زېات مقدار باندی به ددی موادو دنېولو نه ورسته، د جنرال مېکر مان په قول، د وسلو د اخېستلو لپاره د طالبانو قوت نور ذوب شی.

افغان او د ناتو ماموران واېې ددغو چرسو وزن دومره ؤ لکه د لندن دښار د دېرشو دوه منزله سروېس موټرو وزن چه وی دا چرس په سپېن بولدک کی په څو کندو کی پټ اېښودل شوی ؤ.

د مخدره موادو په خلاف د افغانستان د حکومت ادارې ورته اور واچوه او وېې سوځول. څو تنه قاچاقبران هم نېول شوی دی.

جنرال مېکرنان د افغانستان امنېتی مقاماتو ته مبارکی ورکړی ده او دلا زېاتی مرستی قول ېې ورسره وکړ. په هلمند کی هم د کورنېو چارو مقاماتو پنځه زره کېلو گرامه اپېم نېولی دی چه قېمت ېې دېرش مېلونه دی. او دېالس قاچاقبران ېې هم ونېول.

XS
SM
MD
LG