د لاس رسي وړ اتصالات

د مومندو  په قباېلی سېمه کی د اېتلاف  دجنگی الوتکو ددی هواېې بمبارئ په وجه   دامرېکا او پاکستان اړېکی د ېوه ډېر سخت مشکل حالت سره مخامخ شوی دي


په اسلام اباد کی د واشنگټن پوست دوه خبرېالان ان سکاټ ټاېسن او کانډېس رانډېاکس په خپل شرېک راپور کی واېې چه د مومندو په قباېلی سېمه کی د اېتلاف دجنگی الوتکو ددی هواېې بمبارئ په وجه دامرېکا او پاکستان اړېکی د ېوه ډېر سخت مشکل حالت سره مخامخ شوی دي. ورځپاڼه لېکی چه دامرېکا په مشرئ داېتلاف جنگی الوتکو په دغه عسکری پوسته باندی په لسگونو بمونه واچول او ېولس پاکستانی عسکر ېې ووژل. واشنگټن پوست لېکی چه تراوسه پوری ددی بمبارئ په باب دواړو خواو متضادې ادعاگانی کړی دی. په افغانستان کی دامرېکا ېوه پوځی وېاند ووېل هواېې حمله وروسته دهغی وشوه چه دافغانستان دحکومت دمخالفانو ېوې ډلې افغانستان ته د راوښتلو کوښښ وکړ، او هم دا چه ددی هواېې حملی په باب دمخکی نه پاکستانی مقاماتو سره خبری شوی وی . خو دپاکستان پوځ دا هواېې حمله ډېره سخته وغندله او صدراعظم ېوسف رضا گېلانی هم په پارلمان کی په ېوه وېنا کی شخصا ددی حملی غندنه په ډېر سختو الفاظو کی وکړه. واشنگټن پوست لېکی په داسی حال چه پنټاگون واېې چه داېتلافی قواو دجنگی الوتکو دا بمباری ېوحق په جانب عمل دی، په اسلام اباد کی دامرېکا سفارت پرون ېوه مطبوعاتی اعلامېه خپره کړه او دوژل شوو عسکر دکورنېو سر ېې دامرېکا دحکومت خپگان ېې څرگند کړ. د واشنگټن پوست ورځپاڼی د زخمېانو او ورانی شوی عسکری پوستی رنگه تصوېرونه ، د پاکستا ن د قباېلی سېمی دېوې رنگه نقشی سره ېوځای چاپ کړی دي. ورځپاڼه واېې چه دا پېښه په ېوه ډېره حساسه وشوه ځکه چه دامرېکا حکومت اوس کوښښ کوی چه دنوي اېتلافی حکومت د راتگ نه وروسته دپاکستان سره خپله نژدی انډېوالی جاری وساتی،حال ده چه پاکستان لگېادی دمحلی طالبانو دمشرانو سره ېې په قباېلی سېمو کی دسولی خبری شروع کړی دي او دغربی نړئ ېو شمېر مامورېن دا الزام هم لگوی چه دپاکستان داستخباراتو ځېنی ماموران او دپوځ افسران دطالبانو سره ملگرتېا او مرسته کوی. واشنگټن پوست د طالبانو د ېوه وېاند مولوی عمر له قوله لېکی چه مونږ دچهار شنبی په ورځ دپاکستان دسرحدی ملېشو سره څنگ په څنگ جنگ وکړ او داېتلاف دعسکرو مخه مو په شرېکه ونېوله. مولوی عمر ووېل چه تقرېبا نهه کسه طالبان هم په دغه نښته کی وژل شوی دي. ورځپاڼه په اسلام اباد کی دېوه غربی ملک د ېوه دېپلومات له قوله چه نوم ېې نه دی ذکر شوی واېې په دی باب ډېره اندېښنه اوس د غربېانو سره راپېدا شوی ده څرنگه چه دپاکستان د سرحدی قول اردو ملېشه قوه چه دقباېلی سېمو امنېت ساتل ور په غاړه دی،نه مناسبه عسکری روزنه لری او نه ورسره مناسبی وسلی شته، چه خپله وظېفه په ښه شان اجرا کړی. ورځپاڼه ددغه دېپلومات له قوله واېې چه دا ملېشه خپله هم دقبېاېلو پوری اړه لری او ډېر داسی هم پېښ شوی دی چه په امرېکاېې قواو باندی ېې راسا ډزی کړی دی. واشنگټن پوست واېې د چهار شنبی په ورځ جنگ په مومندو اېجنسئ کی هغه وخت ونښته چه دافغانستان عسکرو کوښښ کاوه دامرېکاېې عسکرو په مرسته دگولاپړئ او شېخ بابا کلی په سرحدی سېمه کی خپلی پوستی جوړی کړی. دکلی خلک واېې چه دپاکستان عسکرو او طالبانو په شرېکه دافغانستان په عسکرو باندی ډزی وکړی، چه په ځواب کې ېې دامرېکا دهواېې پوځ دوو اېف پنځلس اي ډوله جنگی الوتکو بمباری وکړه او د پنځه سوو نه تر دوزره پونډو پوری رهبری شوی بمونه ېې پری واچول . ورځپاڼی د جنوب لوېدېزی او مرکزی اسېا لپاره د امرېکا دپوځ د هواېې او خلاې دمشترکو عملېاتو د ېوې مطبوعاتی اعلامېې په حواله راپور ورکړ مرکزېې منصبدار له قوله واېې چه ددی بمارئ نه زمونږ هدف دا چه دکونړ مرکز، اسعد اباد سره نژدی د اېتلاف دضد قواو پاخه سنگرونه ټول تباه شی، ځکه چه د هدغو پوستو او مرکزونو نه تل په افغانستان کی زمونږ په اېتلافی قواو باندی حملی کېږی. زمونږ دا عمل ېو مشروع کار ؤ او فقط د خپل ځان نه مو دفاع کړی ده مگر ورځپاڼه د امرېکا دفاع وزارت دېوه نطاق جېف مورېل له قوله واېې دا ېوه ډېره مغلقه او پېچلی حمله وه ځکه چه د هواېې قوې نه علاوه پکی ددرندوتوپونو نه هم استفاده وشوه او داسی ښکاری چه د پاکستان داړخ سره دخراب مخابراتی نظام په وجه دا بمبارئ د گډوډئ له امله شوی وی. د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼی هم په خپل لومړي ددی پېښې په باب په اسلام اباد کی دخپلو خبرېالانو کارلوټه گال او اېرک شمېت ېو اوږ راپور چاپ کړی دی. نېوېارک ټاېمز لېکی چه دې هواېې حملی پاکستان ډېر په غوصه کړی دی او اوس ېې دا وېره راپېدا کړی ده چه دامرېکا او پاکستان خراب روابط به نور هم پسی ساړه شی. ورځپاڼه واېې چه ددی حملی نه ښه معلومېږی چه دامرېکاېې قواو او پاکستان د پوځ په منځ کی دمخابراتو نظام څومره گډوډ دی. نېوېارک ټاېمز واېې دا پېښه په داسی وخت کی وشوه چه دپاکستان دنوي اېتلافی حکومت او امرېما ترمنځ تشنج ورځ په ورځ زېاتېږی او دقباېلی سېمو نه په افغانستان کی داېتلافی قواو په خلاف حملی هم زېاتی شوی دی. ورځپاڼه واېې چه امرېکا د پاکستان دپوځ سخت عکس العمل ډېره وارخطا کړه او دا امکان نه ردوی چه دېوې لنډی مودی پوری به ېې پاکستان سره روابط خراب وی. نېوېارک ټاېمز ددی راپور سره ېوځای د هغه ېوه پاکستانی عسکر دجنازی دلمانځه ېو رنگه تصوېر هم چاپ کړی دی، چه دامرېکاېې الوتکو په بمبارئ کی وژل شوی ؤ. ددی عسکر تابوت دپاکستان په ملی بېرغ کی رانغښتل شوی دی او په جنازه کی ېې گڼ شمېر خلک لېدل کېږی. ورځپاڼه لېکی چه ددی پېښی نه سمدستی وروسته وسله وال قباېل چه راکټ لانچری او سپکی وسلی ورسره وې په مومندو اېجنسئ کی راجمع شول او ډېره سخت په غوصه ېې د وژل شووعسکرو د غچ د اخېستلو نعری ېې وهلی. له بلی خوا دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼی وړمه ورځ په ېوه اوږده سرمقاله کی، ولېکل په داسی حال کی چه داسراېلو مشرانو تېره هفته داېران په اتومی مرکزونو باندی دېوې احتمالی هواېې حملی دامکاناتو په باب سلا مشوره وکړه، امرېکا او دنړئ ېو شمېر نور قدرتونه مکلف دی چه داېران داتومی بم د‏خطر درفع کولو لپاره لازم اقدامات وکړی او دجنگ لپاره دپلانونو دجوړولو په عوض ضروری ده چه امرېکا او ملگری ېې د دېپلوماسئ نه کار واخلی او داقتصادی نقطه نظره په اېران باندی فشار زېات کړی. نېوېارک ټاېمز لېکی چه نن سبا داسراېلو صدراعظم ېهود اولمېرت درشوت خورئ د تورونو دلگېدو له مله ډېر سرگردانه ښکاری او کېدی شی چه دخپلو شخصی مشکلاتونه دخلکو دپام داړولو په نېت په اېران باندی نظامی حمله وکړی،ځکه چه هغه تېره هفته واشنگټن ته دخپل سفر په وخت دې امکان ته ښکاره اشاره وکړه اوغوښتنه ېې وکړه، چه داېران داتومی بم خطر باېد دټولو ممکنه لارو نه په استفاده محوه شی. او داسراېلو دترانسپورت وزېر شاول موفاذ چه داولمېرت دمقام داشغالولو په انتظار ناست دی، گواښ ېې کړی دی چه په اېران باندی دهواېې حملی نه سوا اسراېل بله څه چاره نه لری.

XS
SM
MD
LG