د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی یوه ښځه او یاغیان په حملو کی وژل شوي دي


په افغانستان کی د امریکا په مشری ائتلافي قواوي وایی چی پرون د پنجشنبې په ورځ کله چی یې د پکتیا په ولایت کی د یاغیانو د ځایونو او د هغوی د مشرانو د پیدا کیدو د پاره عملیات کول ، په هغوی باندی حمله وسوه چی ائتلافي قواو یې په جواب کی هوایی حمله وکړه او په دې حمله کی یوه ښځه او څو تنه یاغیان ووژل سول .

دا ښځه په هغه کور کی وه چی یاغیانو د هغه ځای نه په ائتلافي قواو باندی ډزي وکړې . د ائتلافي قواو په بیانیه کی ویل شوي دي چی ددې حملې په وخت یوه ځان مرگه په ځان پوری تړلی بم وچاوه او یواځی خپل ځان یې وواژه . بیانیې دا هم ویلي دي چی ائتلافي قواوي د یاغیانو په هغو دوو مشرانو پسې گرځیدې چی پیدا یې کړی چی په امریکایی او افغان عسکرو باندی یې د حملو پلانونه وړول .

افغان چارواکو پرون وویل چی دوی مزارشریف ته نژدی یو لوی قبر پیداکړی دی چی په کی لږ تر لږه سل مړي پراته وو . پولیس وایی چی دوی به د عدلي طب د طریقو نه استفاده وکړی او ددې مړو هویت به معلوم کړی .

XS
SM
MD
LG