د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د مدافع وکیلانو مظاهرې مخ په ختمیدو دي


د پاکستان په زرهاو مدافع وکیلانو او قاضیانو د پایتخت اسلام آباد په خوا مارش وکړ او د هغو قاضیانو د بیرته مقررولو غوښتني یې کولې چی جمهوررئیس پرویز مشرف برطرفه کړی وو .

مظاهره چیانو په اصطلاح اوږد مارش په دې هفته کی د کراچي نه شروع کړ او په موټروکی په ټول ملک کی شاوخوا وگرځیدل . دا مارش به نن د جمعې په ورځ ختم سی او مارش کونکي به د پارلمان د ودانۍ مخي ته کښیني او د ناستي اعتصاب به وکړی .

برطرفه شوي قاضی القضات افتخار چودری او د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف پرون د لاهور په ښار کی مظاهره چیانو ته ویناوي وکړې . ښاغلي نواز شریف وویل چی مظاهره چیان به تر هغو هیڅوک دې ته آرام پرې نږدی چی په ملک کی قضایی سیسټم بیرته را ژوندی سوی نه وی .

په پاکستان کی دوه لوی گوندونه چی یو د پاکستان مسلم لیگ نواز گوند او بل د پاکستان پیپلز پارټۍ ده لا ددغو قاضیانو د بیرته مقریدو په باب موافقې ته نه دي رسیدلي .

XS
SM
MD
LG