د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانوپه زندان کې ساتونکی وژلی او بندیان ئې خوشی کړیدی


افغان ماموران وائې، یاغی طالبانو په کندهارکې په یوزندان باندی حمله کړی چې پنځلس ساتونکی ئې وژلی او په سلگونو یاغی بندیان ئې خوشی کړیدی .

دغه ماموران وائې، یاغیانو پرون دجمعی په ورځ یوه لارۍ چې دچاودیدونکو موادونه ډکه وه دکندهار په ښارکې ئې داصلی زندان ددیوال سره وجنگوله . یوځانمرگی دغه چاودنه وکړه اودزندان دروازی ئې والوزولی .

حمله کونکی بهرولاړوواو دزندان په دیوالونو ئې دتوغندیو ډزی وکړی ، په داسی حال کې چې نور یاغیان زندان ته ننوتل او بندیان ئې خوشی کړل .

قاری یوسف احمدی چې ځان ته دطالبانو نطاق وائې، دتلیفون له لاری له یونامعلوم ځای نه دغه رپوټونه تائید کړل چې وائې، طالبانو دغه حمله کړیده.

مقامات وائې، دوی گمان کوی چې لږترلږه‏(‎ ٣٥٠‏‏)‎طالبانو او دنورو جنائې بندیانو په شمول ټول بندیان تښتیدلی دی . دوی وائې، دافغانستان دامنیتی چارو ماموران دبندیانوپسی په کندهاراو شاوخوا سیموکې گرځی .

تیره میاشت په سلگونو بندیانو په دغه زندان کې دلوږی اعتصاب کړی وو، خپلی خولې ئې گنډلی وی او دا تورئې لگاوه چې ددوی سره په دغه زندان کې ښه وضع نه کیږی .

XS
SM
MD
LG