د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او خارجی عسکر زرو تښتیدلو بندیانو پسی گرځی


افغان او دناټو په مشری قواوی څه دپاسه یولسوو ‏(‎١١٠٠ ‏) بندیانو پسی گرځی چې په کندهارکې له عمومی زندان نه تښتیدلی دی .

دناټونطاق برید جنرال ‏(‎کارلوس برانکو ‏)‎ نن دشنبی په ورځ وویل، عسکرو هغه سیمه قرنطین کړیده چې بندیان پکې تښتیدلی دی . دوی دهغې حملی په وخت کې وتښتیدل چې یاغی طالبانو دجمعی په ورځ دکندهار په عمومی زندان باندی کړی وه .

یاغی طالبانو دزندان دیوالونه په چاودیدونکو موادو او دتوغندیو په ډزو والوزول چې لږترلږه پنځلس ساتونکی پکې ووژل شول. دافغانستان دعدلی دوزارت معین قاسم هاشمزی وائې، وروسته بیا یاغیان په زندان باندی ورشیوه شول او یاغی طالبان چې بندیان ووخوشی کړل .

مقامات وائې، ددغو بندیانو تقریبآ له درونه یوه برخه ئې مشکوک طالبان دی. ماموران پدی باره کې تحقیقات کوی چې په دغه حمله کې دزندان ماموران لاس لری او که نه .

XS
SM
MD
LG