د لاس رسي وړ اتصالات

بوش وايي ایران ته د وړاندې شوي اتومي پیشنهاد ردېدلو مایوسه کړی


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جورج بوش وايي له دې آمله مایوسه شوی چې ایران د اتومي پروگرام د بندولو لپاره له هڅوونکو مادو جوړ یو نړیوال پیشنهاد رد کړی دی.

ښاغلي بوش چې نن یې د فرانسې له جمهور رئیس، نیکولاس سرکوزي سره په گډه یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې، وویل چې دغه اقدام ښيي چې د ایران رهبران غواړي چې خپل خلک نور هم په انزوا کې پرې باسي.

د فرانسې جمهور رئیس ټینگار وکړ چې د ایران پر ولس یې هغه بد شرایط پیرزو نه دي چې د ایراني رهبران یې ور کاږي.

ښاغلي بوش د سوریې پر جمهور رئیس بشارالاسد هم غږ وکړ چې له ایران سره خپله همکاري ودروي، د لبنان په داخلي چارو کې لاسوهنه بنده کړي او ترهگرو ته پناه ورنکړي. بوش د یوه فلسطیني دولت د رامنځته کیدو کلک ملاتړ اظهار کړ او د سوریې له رهبرانو نه یې وغوښتل چې په دې لاره کې مرسته وکړي.

جمهور رئیس بوش هیله وښوده چې متحده ایالات او عراق به په هغه هیواد کې د امریکايي عسکرو د موجویت په هکله یوې پریکړې ته ورسیږي، که څه هم د عراق صدراعظم نوري المالکي ویلي چې په دې باب خبرې له خنډ سره مخ شوي دي.

جمهور رئیس په پاریس کې د په دوهمه نړیواله جگړه کې د وژل شویو امریکایانو یوه هدیره وکتله.

XS
SM
MD
LG