د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس کنفرانس: د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د څه باندې شلو ملیاردو ډالرو ژمنه


د پاریس د کانفرانس په پای کې نړوالو مرستندویانو د افغانستان د بیا رغاونې لپاره په راتلونکو پنځو کالونو کې د څه باندې شلو ملیاردو ډالرو ژمنه وکړه.

په افغانستان کې د ادارې فساد د ستونځو برسېره د پاریس په کنفرانس کې نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره د امنیت، بیا رغاونې او خوراکې موادو په برخه کې د شلو ملیاردو ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د پنج شنبې په ورځ له نړیوالو مرستندویانو څخه د پولیسو، د سړکونو او د کرهڼې لپاره د اوږدې مودې د مرستو غوښتنه وکړه. هغه د اداري فساد خلاف د مبارزې ژمنه تکرارکړه چې د مرستو په جلبولو کې ترټولو لوی خنډ دی.

کرزی: "‎د افغانستان لپاره زمونږ هدفونه ترلاسه کېدای شي، خو مونږ باید په دې لار کې د خنډونو څخه خبردار ووسو. امنیت زمونږ لپاره ترټولو لویه ستونزه ده، له کوم پرته چې په بل هر لوري پرمختگ یا خو گران دی، او یا بیخي ناممکن." ‎

مرستندویانو د مرستو د بهتر انسجام ژمنه هم وکړه ځکه چې پخوا د ملیاردو ډالرو مرستیې د برسېرن نظارت لاندې په افغانستان کې مصرف شوې.

د فرانسې د باندنیو چارو وزیر برنارډ کوشنر وویل په شل ملیاردو ډالرو یې باور نه راځي او د ده تر خیال ډېرې لوړې دي:

کوچنر: "‎مونږ د دومره مرستو هیڅ هیله نه لرله. ، خو اخیرنی شمېر به وروسته درکړو. د شل ملیاردو ډالرو مرستو خوب مو هم نه و لیدلی. مونږ د اوه لس ملیادرو ډالرو فکر کاو."‎

امریکا بل تر هر هیواد د زیاتو مرستو یعني د لس اعشاریه دوه ملیاردو ډالرو ژمنه وکړه چې لارا بوش لخوا په کنفرانس کې اعلان وشو.

لارا بوش: "‎افغانستان د خپل راتلونکي لپاره یو مهم پړاو ته رسېدلی. او مونږ باید له دې موقع نه سترگې پټې نه کړو. نن امریکا له افغانستان سره د خپلې ملي ستراتیژیکې پرمختیا د نافذولو لپاره په راتلونکو پنځو کالو کې د لس اعشاریه دوه ملیاردو ډالرو مرستو اعلان کوي‏."‎

د امریکا د باندنیو چارو وزېرې کانډو لیزا رائیس وویل د امریکا په مرستو کې هغه ٢٠٠ ملیونه ډالر شاملې دي چې د انتخاباتو د پروسې لپاره افغانستان ته ورمنل شوې دي.

رائیس: "په افغانستان کې به ډموکراسي ‎د کال ٢٠٠٩ او ١٠ په راتلونکو انتخاباتو کې تلل کیږي. او زمونږ په ژمنو کې ٢٠٠ ملیونه ډالر د انتخاباتو د پروسې لپاره ټاکل شوې دي. مونږ له نورو مرستندویانو څخه هم غوښتنه کوو چې له افغانستان سره په دغو مهمو انتخاباتو کې مرسته وکړي."‎

د نورو لویو مرستندویانو له جملې څخه نړیوال بانک یو اعشاریه یو ملیارد ډالر، د اسیا د پرمختگ بانک یو اعشاریه درې ملیارد ډالر، بریتانیې یو اعشاریه دوه ملیارده ډالر، او اروپايي اتحاد د پنځه سوه ملیونو ډالرو ژمنې وکړې.

نوې مرستې د هغو پنځویشت ملیاردو ډالرو ژمنو څخه بېلي دي چې له کال ٢٠٠٢ څخه راهیسې نړیوالو له افغانستان سره کړې دي. او تر اوسه یواځي شپاړس ملیارده ډالر یعني شپېته په سلو کې افغانستان ته ورکړای شوې دي.

او لوی علت یې د نظارت د امکاناتو نشتوالی دی چې مرستې څنگه او چېرته مصرفیږي.

XS
SM
MD
LG