د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د امریکا د خارجي پالیسۍ د بدلولو ژمنه کړېده


د جمهوري ریاست د دموکرات گوند احتمالي کاندید سناتور بارک اوباما وايي که چیرې هغه امریکا جمهور رئیس وټاکل شي نو هڅه به وکړي چې د دې هیواد د بهرني سیاست تگ لاره بدله کړي.

د څارونکو په نظر هغه نظریې چې ده د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې څرگندې کړي دي ښيي چې اوباما د امریکا د بهرني پالیسي په مسایلو کې منځنۍ لاره تعقیبوي.

خو په دې خبره چې دی به د هغو ملکونو د مشرانو سره چې د امریکا سره دښمني لري وگوري د جمهوري غوښتونکی گوند کاندید تر انتقاد لاندې راغلی دی.

سناتور بارک اوباما ژمنه کړېده چې د امریکا د بهرني سیاست لپاره به یو بل تگ لورۍ وټاکي، د عراق نه د خپلو عسکرو د ویستلو نه راواخله د گوانتانامو د تړلو پورې دده په ژمنه کې شامل دي. ده د خپلو انتخاباتي مبارزو په بیانیو کې ویلي ؤ چې دی به د بش د ادارې په بهرني سیاست بیا کتنه وکړي.

اوباما وايي: "زه یو اساسي بدلون غواړم. دا یې اوس وخت دی چې مونږ د نړی سره بیل چلند وکړو او ورته ووایو چې مونږ به د یوه مخکښ په حیث وړاندې شو. مونږ حاضر یو چې په خپلو اعمالو او نمونوي کارونو بیا د دنیا مشري تر لاسه کړو."

کار پوهان وايي د اوباما دا څرگندونې د هغو نظریو برخه ده چې پخوانیو جمهورو رییسانو ورکړي دي خاصتاً د دموکراتو جمهورو رئیسانو لخوا. جمهور رئیسانو لکه هاري ترومن او جان کنیډی په نورو هیوادو کې د اقتصادي ودې او پرمختیا په اړتیا ټینگار کاؤ او ویل به یې چې د دې لپاره چې د امریکايي ارزښتونو، دموکراسي او بشري حقوقو ساتنه وشي، باید د نورو سره مرستې وشي.

د بهرني اړیکو د شورا کارکونکی پیتربینارت وايي چې اوباما په هغو عنعنو غږیږي چې د ١٩٠٠ په اولو کلونو کې ورباندې عمل کیده.

بینارت وايي: "په اوباما کې هغه احساس شته چې د وډرو ولسن په مفکورې کې یې انعکاس موندل کیږي. ده ویلي ؤ چې مونږ داسې یوې نړۍ کې اوسیږو چې خطرات یې ټولو ته یو شان دي. په دې خطراتو کې د اقلیم بدلون، عامه روغتیا او اقتصادي بې ثباتي ټول شامل دي.

دوی نه یواځې زمونږ ملت ته گواښ دي بلکه نوره نړۍ هم تهدیدوي او ښايی چې دې خطراتو سره د همکارۍ له لیارې چلند وشي. د امنیت راوستل او د منافعو تامیندل کیدای شي په همکاریو لاس ته راشي، نه د جنگ جگړې له لیارې.

که چیرې اوباما جمهور رئیس شي د عراق نه به په مرحله واره توگه امریکايي عسکر وباسي او دده د واک د تر لاسه کولو سره به جوخت د عسکرو ایستل هم پیل شي. دده لخوا څرگنده شوې پالیسي به دا وي چې په هره میاشت کې یو شمیر عسکر وباسي او د شپاړسو میاشتو په موده کې ټول عسکر وباسي. ددې سره سره ده نه دي ویلي چې ټول عسکر به وباسي.

اوباما د ایران د اتومي غوښتنو په مورد کې د بش د ادارې نه بیل دریز لري او غواړي د تهران سره په دې موضوع بې له قیده او شرطه خبرې وکړي. خوده د اسرائیلو په وړاندې د بش د ادارې په شان ورته دریځ خپل کړی دی.

اوباما: "زه به هر هغه څه وکړم چې زما په وسعه کې وي تر څو ایران د اتومي وسلې د لاس ته راوړلو نه ودروم، هرڅه...."

د هغه د سختو خبرو مقصد دا ؤ چې د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندید جان مککین د هغې خبرې تردید وکړي چې ویلي دي اوباما په بهرني سیاست کې کافي تجربه نه لري. او اوباما باندې یې دا ملنډې وهلي دي چې دې غواړي د ایران د جمهور رئیس احمدي نژاد سره خبرې وکړي.

جان مککین ویلي دي چې امریکایان باید په دې خبره باندې اندیښمن وي چې د جمهوري ریاست یو کاندید غواړي د هاوانا نه تر پیونگیانگه پورې دیکتاتورانو سره وگوري.

په مقابل کې اوباما دغه انتقاد مسترد کړی دی او وايي چې د جمهوري غوښتونکو یوه مهم جمهور رئیس رونالد ریگن د ساړه جنگ په وخت کې د پخواني شوروي اتحاد د جمهور رئیس مېخاییل گورباچوف سره خبرې کړې وې. خو ددې سره سره، د هرېتیج د بنسټ نه د بهرنیو پالیسیو یو ماهر هلې ډیل وايي اوباما د تجربې په برخه کې کمزوری دی.

XS
SM
MD
LG