د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي پوځ په عماره کی د پراخو پوځي عملیاتو دپاره  ځان چمتو کوي


پدی ځای کی د مهدي پوځ زیات نفوذ لري چی ویل کیږی ددی ځای شیعه تندلارو ته وسلی د ایران نه هلته په قاچاق را تیریږي.

پرون د ای پی تلویزیون د هغه پوځي کاروان ویدیو وښوده چی د عماره په لور چی د بغداد نه جنوب ختیځ پلو په دوه سوه کیلو متری کی پروت دی، مخ په خوځیدو و.

عراقي پولیس او زیات شمیر عسکر د عماره د ښار په سړکونو کی چی د مایسان د ولایت مرکز دی، اچول شوی دی. عسکر پدی ښار کی چی څلور سوه پنځوس زره نفوس لری، نوی پوځی او امنیتی پوستی جوړوی

XS
SM
MD
LG