د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه افغانستان ته اضافي عسکر لیږي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جورج بوش د برتانیې هغه تعهد ستایلی چې غواړي پر ایران بندیزونه ولگوي او په افغانستان کې د افراطیانو په خلاف د جگړې لپاره عسکر لیږي.

ښاغلي بوش او د برتانیې صدراعظم گورډن براون نه په لندن کې د یوه مشترک خبري کنفرانس پر مهال د ایران، عراق او افغانستان په باب خپل یووالی اعلان کړ.

صدراعظم گورډن براون وویل، افغانستان ته اضافي عسکر لیږي او له دې سره به په افغانستان کې د برتانوي عسکرو شمیر تر بل هر وخت زیات شي. هغه وویل، په دې باب به نور جزیات نن ناوخته اعلان شي.

ښاغلي براون وویل، برتانیه له عراق نه خپل عسکر نه باسي. هغه په دې باب خپرې شوې آوازې رد کړې.

صدراعظم گورډن براون وویل، برتانیه به د ایران د تر ټولو لوی بانک سرمایه کنگل کړي او ویې ویل ټوله اروپا متعهده ده چې کچیرې ایران د خپل جنجالي اتومي پروگرام په باب له غربي هیوادونو سره اختلافات ختم نه کړي نو پر هغه ملک به بندیزونه ولگوي.

جمهور رئیس بوش له صدراعظم گورډن براون نه له دې آمله مننه وکړه چې د ایران په باب یې د هغه په خبره یو قوي او قاطع دریځ اعلان کړ. ښاغلي بوش وویل آزاده نړۍ باید یو موټی کار وکړي او ایران پرې نږدي چې اتومي وسله جوړه کړي.

صدراعظم گورډن براون وویل، له جمهور رئیس بوش سره یې په زیمبابوې کې آزادو او عادلانه انتخاباتو ته د زمینې د برابرولو او په برما کې د دیموکراسۍ د تقویه کولو په باب هم خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG