د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي قواوې په کندهار کې عملیاتو ته چمتووالی نیسي


افغان او بهرني قواوې د هغو سلگونو یاغي طالبانو په خلاف عملیاتو ته چمتوالی نیسي چې په کندهار کې راټول شوي دي.

چارواکي وايي، تقریباً ٥٠٠ یاغي طالبان نن د ارغنداب ولسوالۍ ته ننوتي دي. دغه ولسوالي د کندهار ښار ته نږدې پرته ده.

د ناټو ملکي نطاق مارک لیټي ویلي افغان او ناټو قواوې ددې لپاره په سیمه کې ځای پر ځای کیږي چې د قوي خطرونو مخه ونیسي.

داسې باور کیږي چې دا طالبان د همهغو ١٢ سوو بندیانو له جملې څخه دي چې د جمعې په ورځ د کندهار له زندان نه وتښتیدل. برتانیې نن اعلان وکړ چې افغانستان ته ٢٣٠ تازه عسکر لیږي او د ٢٠٠٩ کال تر شورع پورې به د خپلو عسکرو شمیر اته زره او ٣٠ تنو ته ورسوي.

ناټو دا وخت په افغانستان کې ۴٠ زره عسکر لري. ایتلافي قواوو نن وویل چې په تیرو څو ورځو کې د افغانستان په جنوب کې ٣٥ یاغیان وژل شوي دي.

ایتلافي قواوو ویل، افغان او بهرنیو قواوو د یکشنبې په ورځ په زابل کې د گډو عملیات په نتیجه کې ٢٠ یاغیان ووژل. ایتلافي قواوو وویل ١٥ نور یاغیان د شنبې په ورځ د هلمند په ولایت د هوايي بمباریو په نتیجه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG