د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي اتحاد د موجودو خنډونو د هوارولو لپاره یې د حل عاجله لاره


د اروپايي اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د تړون د دوام په لاره کې د موجودو خنډونو د هوارولو لپاره یې د حل عاجله لاره نه ده موندلې. آیرلنډ تیره هفته د اروپايي اتحاد د تړون په خلاف رایه ورکړه.

د اروپايي اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو نن په لوکسانبرگ کې ددې لپاره غونډه وکړه چې دغه مشکل ته د حل لاره پیدا کړي خو دوی خبرداری ورکړی چې د روان سخت حالت څخه د وتلو لپاره آسانه لار نشته.

د اتحاد چارواکو ویلي، دوی به له آیرلنډ څخه غوښتنه وکړي چې د تړون په باب له سره بل ریفرنډم وکړي.

بل خوا، د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي نن پراگ ته تللی چې په دې باب د مرکزي اروپا د هیوادونو له رهبرانو سره گوري.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي د پولنډ، سلواکیا، هنگري او د چک جمهوریت له صدراعظمانو سره وگوري. توقع کیږي چې ښاغلی سرکوزي به د اروپايي اتحاد د تړون د ملاتړ غوښتنه وکړي که څه هم آیرلنډ دغه تړون رد کړی دی.

جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي چې ملک یې بله میاشت د اروپايي اتحاد نوبتي مشري پر غاړه اخلي، ویلي چې د آیرلنډ مخالفې رایې د اتحاد د اصلاحاتو په لاره کې اضافي خنډونه جوړ کړي او ټینگار یې کړی چې دا کار باید په بحران بدل نشي.

د چک جمهوریت جمهور رئیس هم د اروپايي اتحاد د ترک کولو غږ کړی ځکه چې د تړون د دوام لپاره باید دا د اتحاد د ټولو ٢٧ غړو هیوادونو له خوا تصویب شي.

XS
SM
MD
LG