د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې سیلابونو ٥٣ کسه وژلي


چینايي موسم پیژندونکي وايي، د ملک په هغه سیمو کې په راتلونکو څو ورځو کې د نورو بارانونو امکان شته چیرې چې سیلابونو مخکې لږ تر لږه ٥٧ تنه وژلي دي.

په تیرې هفتې کې سختو بارانونو د چین په ختیځو او جنوبي برخو کې نږدې یو اعشاریه درې میلیونه کسه له خپلو کورونو نه تیښتې ته مجبور کړي دي.

د چین چارواکي وايي، په ځینو سیمو کې تر ټولو سخت بارانونه په داسې حال کې کیږي چې د اوړي د موسم سیلابونه اوس عادي خبره گرځېدلې ده.

چارواکي وايي، د ملک په شمال کې پر ژیړ سیند باندې هم د سیلابونو امکان شته.

د جانډونگ جنوبي ولایت تر ټولو سخت ځپل شوی دی. د سینهوا خبري آژانس وايي، په هغه ځای کې سختو بارانونو لږ تر لږه شل تنه وژلي دي.

XS
SM
MD
LG